د جنوبي کوریا ولسمشر: د انسانیت له مخې د شمالي کوریا مرسته وکړئ

راپورونه

د جنوبي کوریا ولسمشر: د انسانیت له مخې د شمالي کوریا مرسته وکړئ

304

د جنوبي کوریا ولسمشر مون جیه ان د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انټونیو ګیټیرس څخه غوښتي چې د انسانیت له مخې شمالي کوریا وژغورئ، دواړو مشرانو د امریکا په نیویارک ښار کې د دوشنبې په ورځ لېدلي او د کوریا د ټاپو وزمې په اړه یې له یو بل سره نظرونه شریک کړي دي.
د ار ټي عربي د راپور له مخې مون جیه ان د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون له پاره د امریکا نیویارک ښار ته تللی و، د غونډې پر مهال نوموړي تېره اونۍ د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره د لېدلو یادونه هم وکړه، مون د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته د شمالی کوریا د وضعې یادونه وکړه او ورڅخه یې وغوښتل چې شمالي کوریا انساني مرستو ته ډېره اړتیا لري، هغوي د اټومي وسلو له منځه وړلو پروسه پرمخ بیایي، د ملګرو ملتونو له مشر او د غړو هېوادونو له سازمان یې د بشري مرستو غوښتنه کړې ده.
د جنوبي کوریا مشر تایید کړې چې د شمالي کوریا مشر ټينګار کړی چې د اټومي وسلو د له منځه وړلو په اړه په خپله ژمنه ولاړ دی، د کوریا ټاپو وزمه کې باید ډېرې وسیلې وکاروو تر څو د جګړې ویره له منځه ولاړه شي.
د غونډې په دوران کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي وویل: د جنوبي کوریا له ولسمشر مننه کوو، خو د پام وړ پرمختګ یوازې د شمالي-جنوبي کوریا تر منځ په اړیکو کې نه دی غښتی بلکه اړینې اړیکې د شمالي کوریا او امریکا دي.



اعلان