د ټرمپ سلاکار: خامنه یي په دې پوهیږي چې د ایران حکومت په ړنګېدو دی

سيمه او نړۍ

د ټرمپ سلاکار: خامنه یي په دې پوهیږي چې د ایران حکومت په ړنګېدو دی

356

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر سلاکار روډی جولیاني ویلي، چې ایران خپل عزت له لاسه ورکړی او نظام یې ړنګېدو ته نږدې دی.
سکای نیوز سره نوموړي په مرکه کې ویلي، د ایران رژیم په راتلونکې کې په بشپړ ډول د ړنګېدو په لور روان دی، داسې به ړنګ شي لکه پخوانی شوروي اتحاد او د ختیځې اروپا ځینې هېوادونه چې ړنګ شول، د ایران مشران او په ځانګړي ډول خامنه یي په دې پوهیږي او په دې هم هم پوه دي چې دوی فاسد او قاتلین دي.
نوموړي د ایران خراب حالت، ګډوډي، د پیسو کمښت او لوی لایونونه د دې لامل بللي چې حکومت به یې ړنګ شي، همدارنګه لاریون کونکو هم د حکومت د ړنګېدو غږ پورته کړی، ایرانیان د زور واکي رژیم د بدلون له پاره بې ساری فرصت لري او په بهر کې امریکا او د نړیوالو ځواکونو مرستې دوی پیاوړي کولی شي.
جولیاني زیاته کړې، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې ویلي و چې د ایرانيانو د پاڅون له لومړۍ ورځې د پاڅون کوونکو ملاتړی دی، خو د بندیزونو له امله د ایران حکومت ته زیان رسوي.
د یادونې وړ ده چې د امریکا او ایران اړیکې د روان کال د مۍ له میاشتې راهیسې کله چې امریکا د ایران سره اټومي تړون مات او بندیزونه یې پرې ولګول خراب شول، امریکا د ایران په ډبرو سکرو، صنعت او سوداګرۍ سربېره د اټومي انرژۍ په برخه کې هم بندیزونه لګولي او له ډېری هېوادونو یې غوښتي و چې د ایران سره سوداګري پرې کړي.



اعلان