د ټرمپ ادارې د توکمپالنې او تعصب له امله پنځه ویشت کاله تجربه لرونکې ډېپلوماټې استعفی کړې

راپورونه

د ټرمپ ادارې د توکمپالنې او تعصب له امله پنځه ویشت کاله تجربه لرونکې ډېپلوماټې استعفی کړې

301

عزرا زیا (ضیاء) هندي الاصله امریکایۍ ده. نوموړې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت لوړ پوړې ډېپلوماټه وه چې له تېرو پنځه ویشت کلونو راهیسې یې یاد وزارت کې دنده اجراء کوله، خو موده وړاندې یې د ډونلډ ټرمپ په اداره کې د توکمي (نسلي) او جنسي تعصب له امله استعفی ورکړې.
ټایمز اف انډیا د زیا له خولې لیکلي چې د ټرمپ اداره کې د بهرنیو چارو له وزارت او بهرنیو سفارتونو څخه اقلیتونه له لوړو پوسټونو ایستل کېږي.
زیا ویلي، د ټرمپ د ادارې په لومړیو پنځو میاشتو کې د بهرنیو چارو د وزارت درې لوړ پوړي افریقا الاصله امریکایي چارواکي یا ګوښه کړل شوي او یا یې ناببره استعفی کړې. هغې ویلي چې د دوی پر ځای سپین پوستي کسان ګومارل شوي دي.
امریکایي پولیټیکو رسنۍ کې د زیا په خپاره شوي مطلب کې په سفارتونو کې د افریقایي-امریکایي توکمو د شمېر لږوالي ته هم اشاره شوې.
د زیا وروستی ماموریت د فرانسې پاریس کې د شازدافیر په توګه دنده تر سره کول و.
زیا لیکلي، له پاریس څخه امریکا له تګ وروسته بې له کومې څرګندونې له لوړو پوسټونو منع کړای شوم.



اعلان