پردې (سکرينونه) مو کوچنيان پر دغه ناروغۍ اخته کولی شي

روغتیا

پردې (سکرينونه) مو کوچنيان پر دغه ناروغۍ اخته کولی شي

196

د سترګو المانۍ ډاکټرې پروفيسرې پيټينا فابيلس خبرداری ورکړی چې د کمپيوټر او ځيرکو مبايلونو په وړاندې د کوچنيانو ډېره ناسته ښايي د هغوی ديد (نظر) کمزوری کړي.

د «الالمانية» له راپور سره سم د دې ګواښ د مخنيوي لپاره يادې ډاکټرې ټينګار کړی چې کوچنيان بايد هره ورځ لږ تر لږه دوه ساعته لمر ته تېر کړي.

له بل پلوه پروفيسره ټينګار کوي چې کوچنيان بايد د خوب بسترې ته له تلو وړاندې له يوه تر دوو ساعتونو پورې د کمپيوټر او ځيرکو مبايلونو کارونې ته پرېنښودل شي، ځکه له پردو يا سکرينونو راوتونکې شنه رڼا دوی له ارام او ژور خوبه بې برخې کوي.



اعلان