اسراييلو پارولې روسيه سوريې ته پرمختللی توغنديز سيستم ورکوي

سيمه او نړۍ

اسراييلو پارولې روسيه سوريې ته پرمختللی توغنديز سيستم ورکوي

468

روسيې اعلان کړې ده، چې ډېر ژر به سوريې ته داسې اتومات دفاعي سيستم ورکړي، چې پر ټوله هوايي دفاع به ولکه لري. دا وروسته له هغه ده چې روسيې اسراييل د خپلې هغې الوتکې راغورځېدا کې په لاس لرلو تورن کړل، چې ۲۵ روسي سرتېري په کې سپاره وو. تل ابيب دا ادعا رد کړه.

د روسيې دفاع وزير سيرګي شويګو ويلي، چې هېواد يې مجبور دی چې سوريه کې د روسي ځواکونو د امنيت پياوړي کولو لپاره کافي ګامونه پورته کړي، څو د اسراييلو له بريدونو خوندي وي.

نوموړي زياته کړه، چې په دوو اوونيو کې به مسکو دمشق ته اېس-۳۰۰ دفاعي توغنديز سيستم ورکړي، چې له مخې به يې دمشق وتوانېږي چې پر اسراييلي بريدونو خپله هوا وتړي.

روسي ځواکونو وړاندې هم د اسراييلو پر مخ د سوريې د فضا تړلو په موخه ګامونه پورته کړي دي.

روسيې تېره اوونۍ په يوه بريد کې د خپلې الوتکې غورځېدل پر اسراييلو ور وتپل او څرګنده يې کړه چې دا کار لاسي شوی دی. په دغه الوتکه کې ۱۵ سرتېري ووژل شول، د کرملين وياند پر دې پېښه تبصره کې وويل، چې له امله به يې له اسراييلو سره زموږ اړيکې خرابې شي.

د يادونې وړ ده چې اسراييلي چارواکي د سوريې د نظام د پياوړي کېدو او پرمختلليو وسلو د ترلاسه کولو له امله اندېښمن دي، بېلا بېلو اسراييلو چارواکو دغه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په ورته وخت کې اسراييلو ويلي، چې نه غواړي روسيې سره خپلې اړيکې خرابې کړي، خو سوريه کې د ايران شتون نه شي زغملی.



اعلان