ميدان وردګ: هوايي بريد کې د يوې کورنۍ ۱۲ تنه وژل شوي

افغانستان

ميدان وردګ: هوايي بريد کې د يوې کورنۍ ۱۲ تنه وژل شوي

560

ځايي خلک وايي چې د ميدان وردګ ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د يوه هوایي برید پر مهال د يوې کورنۍ ۱۲ غړي له منځه تللي دي، چې يوه يې مېرمن او پاتې يوولس ټول کوچنيان دي.

د دې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته د نوم نه ښودو په شرط ويلي، چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې بهرنيو او دولتي ځواکونو په «ملاحافظ» کلي کې د وسله والو پر يوه زندان چاپه ووهله. هغه زياتوي چې د چاپې پر مهال له کلي څخه پر يادو ځواکونو ډزې وشوې، چې په ځوابي هوايي بريدونو کې يو بم د مسيح الرحمن په نوم د يو تن پر کور ولګېد او کورنۍ يې په بشپړ ډول له منځه ولاړه.

د هغه په وينا په دغه بريد کې د يادې کورنۍ ۱۲ تنه غړي وژل شوي دي، چې يوه ښځه او ۱۱ کوچنيان دي، چې عمرونه يې له شپږو تر شپاړلسو کلونو دي.

سرچينې پژواک ته ويلي، چې مسيح الرحمن ايران کې کار کوي، مېرمن، څلور لورګانې، درې زامن او څلور د تره لورګانې يې په دې بريد کې وژل شوې دي.

د وژل شوې کورنۍ يوه خپلوان حکمت الله ځلاند هم پر خپله فېسبوکپاڼه د پېښې پخلی کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ميدان وردګو د والي وياند عبدالرحمن منګل دا پېښه ردوي. هغه وايي چې امنيتي ځواکونه له تېرې ورځې راهيسې جغتو کې پر عملياتو بوخت دي، چې د طالبانو يو زندان يې نيولی او د ملي اردو سرتېري او کومانډو ځواکونه يې ترې خوشې کړي دي.

نوموړي زياته کړې چې د دې عملياتو په ترڅ کې ۴۲ طالبان هم وژل شوي او له دېرشو ډېر نور ټپيان دي.

خو د دفاع وزارت وياند جاويد غفوري څرګندوي چې خوشې شوي سرتېري ۶ تنه دي او په ولسوالۍ کې په شويو عملياتو کې ۱۱ وسله وال وژل شوي دي. نوموړي زياته کړې ده، چې د ولسي وګړو د وژل کېدو په اړه يې څېړنې پيل کړي دي، چې پايلې به يې وروسته رسنيزې شي.



اعلان