زابل کې بندي طالب له پولیس وسله اخیستې؛ ۸ پوليس یې وژلي او ۴ يې ټپیان کړي

افغانستان

زابل کې بندي طالب له پولیس وسله اخیستې؛ ۸ پوليس یې وژلي او ۴ يې ټپیان کړي

1189

د زابل ولایتي چارواکو ویلي، چې د شهر صفا په ولسوالۍ کې یو بندي طالب له یو پولیس وسله اخیستې او پر پولیسو یې ډزې کړي دي چې په پایله کې یې اته پولیس وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.
ځایي رسنیو ویلي، د طالبانو بندي چې څلور ورځې وړاندې د کندهار په لایت کې نیول شوی او د شهر صفا ولسوالۍ ته د پلټنو په موخه لېږل شوی و د زابل ولایت په زندان کې یې تېره ورځ له ساتونکي وسله اخیستې او برید یې پېل کړی دی، رسنیو زیاته کړې چې بندیان او پولیس د لمونځ کولو پر مهال سره یوځای شوي و چې طالب ترې وسله اخیستې او په ډزو یې پېل کړی دی.
زابل د امنیت امر غلام جیلاني فراهي پیښه تائید کړې او د امریکا غږ اشنا راډیو ته یې ویلي، چې بندي طالب د لمانځه پرمهال پر پولیسو ډزې کړي، چې له امله یې مرګ ژوبله رامنځته شوې، خو د تلفاتو او د پېښې د څرنګوالي په اړه یې څه نه دي ویلي.
د زابل د شهر صفا ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې ویلي، په اتو وژل شوو پولیسو کې د شهر صفا ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ اداري، جنایي مدیر او د ټولې قومندان په ګډون اته کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د امنیتي سرچینې په وینا بریدګر بندي لاهم ژوندی دی او له ۱۴ ساعتونو راهیسې د ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ په ودانۍ کې جګړه کوي، د ولسوالۍ ودانۍ اور اخیستی او بندي طالب د برید پر مهال د نورو پوليسو وسلې هم له ځان سره اخیستې او جګړه کوي.

بله خوا د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې زموږ یو مجاهد بندي د پلټنو پر مهال له پولیسو وسله اخیستې او پر پولیسو یې ډزې پېل کړي دي، چې اووه پولیس یې وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي، چې جګړه تراوسه روانه ده.
فراهي ويلي، له کلات څخه نور امنیتي سرتېري د پېښي د کنټرول لپاره رسېدلي.
خو مالومه نه ده چې د بریدګر طالب سره نور کسان هم په جګړه کې ونډه لري که نه.



اعلان