د هند له لوري اوبو پرېښودو پاکستاني پنجاب کې ډېر کلي لاندې کړي

سيمه او نړۍ

د هند له لوري اوبو پرېښودو پاکستاني پنجاب کې ډېر کلي لاندې کړي

1325

رپوټونه وایي، هند په چناب، راوي او ستلج سیندونو کې اوبه خوشې کړي چې له امله یې پاکستان کې د اوبو کچه لوړه شوې او پنجاب کې یې ډېر کلي لاندې کړي دي.
جیو نیوز وایي، د سیالکوټ په ناله ډیک سیمه کې ډېر کلي تر اوبو لاندې شوي، ځکه اوبو سیلابي شکل غوره کړی دی.
دغه راز په شکر ګړهـ کې لسګونه هکتاره فصل تر اوبو لاندې شوی دی. یو شمېر نورو ځایونو کې هم فصلونه تر اوبو لاندې شوي دي.
د فتح پور په نوم سیمه کې پُل له منځه تللی چې له امله یې اړیکه پرې شوې ده.

ویل کېږي، له یو شمېر کلیو خلک ایستل شوي دي.
رسنۍ وایي، پرون د هند له لوري د اوبو د برید په اړه اندېښنه څرګنده شوې وه.
هند په یادو سیندونو باندې بندونه جوړ کړي دي. د دغو سیندونو اوبه پاکستان ته داخلېږي.

هند ځکه اوبه خوشې کړي چې زیات باران شوی دی.



اعلان