د سعودي له لوري د نيول شويو سترو عالمانو او دعوتګرو شمېر ۶۰ ته ورسېد

سيمه او نړۍ

د سعودي له لوري د نيول شويو سترو عالمانو او دعوتګرو شمېر ۶۰ ته ورسېد

519

د سعودي د حکومت له لوري په وروستيو کې د نيول شويو سترو ديني عالمانو او دعوتګرو شمېر ۶۰ تنو ته رسېدلی دی.

دې هېواد کې د بنديانو د چارو څارونکي حساب «معتقلي الرأي» خبر ورکړی، چې د هغو سترو عالمانو او دعوتګرو شمېر ۶۰ تنو ته رسېدلی چې د حکومت له لوري نيول شوي دي.

سرچينې زياته کړې ده، چې د حکومتي پوهنتونونو نيول شوي استاذان له ۵۰ اوړي، نيول شوي خبريالان ۲۵، حقوقي فعالان ۲۰ او وکيلان ۱۰ تنه دي.

يوه اوونۍ وړاندې د همدې سرچينې په يوه راپور کې ويل شوي وو، چې نيول شوي سياسي بنديان له ۲۶۰۰ اوړي، فعالانو ټينګار کړی چې دا يوازې هغه بندیان دي چې د ۲۰۱۷ کال له سپتمبر وروسته نيول شوي دي. راپور زندانونو کې د زندانيانو د شکنجې په اړه هم خبر ورکړی دی.

د سعودي شهزاده د تېر کال له سپتمبر مياشتې راهيسې د عالمانو، اقتصادپوهانو، ليکوالانو، خبريالانو، شاعرانو او مفکرينو د نيولو پراخه لړۍ پيل کړه، چې د سلمان العوده، عايض القرني، د مکې امام صالح آل طالب، سفر الحوالي او عبد العزيز الفوزان په ګډون لسګونه تنه نيولي دي.



اعلان