د ذهني فشار له منځه وړلو له پاره اړینې لارښوونې

روغتیا

د ذهني فشار له منځه وړلو له پاره اړینې لارښوونې

335

په اوسني وخت کې د ډېرو ستونزو له امله هر کس د ستړیا او د ذهني فشار له امله شکایت کوي، تر دې چې کوچنیان هم د دا ډول ستونزو ښکار دي.
پوهانو د وینا له مخې که فشار لږ وي نه د روغتیا له پاره ګواښ نه جوړوي بلکه د ځينو ستونزو په لور اشاره کوي، ډېر ذهني فشار روغتیا ته ګواښ ګرځي، د فشار له منځه وړلو له پاره ډېرې اسانه لارښوونې شته چې له ګواښ مو ژغوري.
ارام اوسېدل: له فشار څخه د ځان ساتنې له پاره اړین دي چې په ذهني ډول ارام او تنفس په خپل واک کې وساتل شی، د تنفس سمولو له پاره تر پنځه دقیقو د ساه اخیستلو او پرېښودلو کړنه زر زر ترسره کول ذهني فشار کموي.
مثبت فکر کول: که چېرته پېښې مو په منفي اړخ بیایي، بیا هم په مثبت ډول فکر کول د ذهني فشار له منځه وړلو له پاره اړین دی، ستونزو ته پایله لټول او ځان خوښ وساتل، که چېرته په مثبت ډول فکر کول عادت جوړ شي له ذهني فشار ساتنه کوي.
راز ساتونکی ملګری: د یوې کړنې یا یو کس له امله په پرلپسې ډول اندیښنې پیدا کیږي، باید یو ښه د راز او باور ملګری ولټول شي، خو که چېرته د ښه ملګري په موندلو کې ستونزه وه نو یوازې او بندې خونې ته ننوتل او په کې په زوره زوره چغې وهلو سره به کینه او ذهني فشار له منځه ولاړ او ذهن به د ارام احساس وکړي.
خپل ځان ته وخت ورکول: خپل شخصیت ته توجه او ځان ارام ساتل، په ارام ځای کې د څه وخت له پاره څملاستل او وخت تېرول ډېر اړین دي، ذهن له هر ډول ستونزو خالي کول، کتاب لوستل یا په بل کوم څه ځان بوختول، همدارنګه د خوښې کړنه ترسره کول چې ذهن ورسره ارام وي.
سم خواړه: روغتیا له پاره مناسب خواړه باید غوره شي، مېوه، سبزي او ښوروا باید د خوړو برخه وګرځول شي، د خوږو کچه کمه له سګریټ او نورو نشیي توکو ځان وژغورل شي.
رښتیا خوښول: په ژوند کې رښتیا خپل عادت جوړول، رښتیا خوښول په ژوند کې انسان ته لږ غم ورکوي، د ژوند غوښتنه او د هغې په ترلاسه کولو کې ځان بوخت ساتل، کومه غوښتنه چې نه ترلاسه کیږي باید هڅه پسې ونه کړل شي، ځکه د نه ترلاسه کولو په وخت کې بیا ذهني فشار پیدا کوي او ژوند د بد اغېز لاندې راځي.



اعلان