نړۍ کې د سپیانو په ناروغۍ اخته ځانګړی انسان

پام وړ

نړۍ کې د سپیانو په ناروغۍ اخته ځانګړی انسان

469

په لویدیځه نړۍ کې د انسانانو او سپیانو تر منځ اړیکه کومه لویه خبره نه ده چې له امله یې اسلامي نړۍ ته رانقل شوې، لویدیځه نړۍ د مسلمانانو له پاره یو مثال ګرځېدلی او هره هغه کړنه په پټو سترګو ترسره کوي چې هغوي یې کوي، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم پر خپلو امتیانو ډېر مهربانه و او د هر هغه څه په اړه یې لارښوونې کړې چې ګټه رسوي او یا ضرر پېښوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمانان په کور کې د سپیانو له ساتلو منع کړي، ځکه چې سپی پلیت دی او د ډېرو ناروغیو لامل کیږي.
اوسنیو پوهانو ښودلې چې په لویدیځه نړۍ کې ډېری خلک په کورونو کې سپیان ساتي چې د سینې د سرطان لامل کیږي، په لویدیځه نړۍ کې ډېری ښځې د سپیانو سره ډېره مینه لري او ورسره نږدې پاتې کیږي او د سینو په سرطان اخته دي، 
د سپيانو، پیشوګانو او نورو ځناورو سره د مینې او یو ځای خوراک، څښاک، ویده کېدل او تر دې چې د ورځې څو واره مچې کول په لویدیځه نړۍ کې عام عادت ګرڅېدلی، همدارنګه په نړۍ کې د ځینو انسانانو د ځناورو سره بې کچه مینه د نورو خلکو له پاره یوه نمونه ګرځېدلې.
امریکا د سي ان ان چینل د راپور له مخې د امریکا په وسکونسن ایالت کې یو ۴۸ کلن ګریګ مینټوفیل روان کال کې د وینې د یوې ناروغۍ له امله په روغتون کې بستر شو چې د نوموړي لاسونه، پښې، څېره او د بدن ډېرې برخې ټپي او ټپونو یې ابي رنګ غوره کړ، خو د ناروغۍ په درملنه یې اونۍ وخت ولګېد.
ډاکټرانو د ناروغۍ له مالومولو وروسته په دې ډېر حیران شول چې نوموړي ته د انسانانو نه بلکه د سپیانو ناروغي رسېدلې، دا ډول ناروغي په سپیانو کې عامه ناروغي ده، په نوموړي کې د سپیانو نزله، زکام او (Capnocytophaga canimorsus) ډول ناروغۍ موندل شوي چې درملنه یې پېل شوې ده.
د ډاکټرانو په وینا دا ناروغي په سپیانو او پیشوګانو کې ډېره موندل کیږي خو په انسانانو کې یې موندل د نشت برابر دي، پوهانو ویلي، دا ناروغي انسانانو ته هغه وخت رسیږي چې کله سپی انسان وداړي، هر وخت ورسره ناست او پروت وي، مچې کوي يې، چې له امله یې انسان په دا ډول ناروغۍ اخته کیږي، خو په انسانانو کې دا نه پېښیدونکې ناروغي ده.
د سپیانو او نورو ځناورو سره د مینې او اړیکې لرلو له امله ډېری انسانان د دا ډول ناروغیو محفوظ وي خو که چېرته پرې اخته شي ګواښوونکې ګرځي.
د راپور له مخې د ۴۸ کلن ګریګ د ژوند ژغورلو له پاره ډاکټرانو د نوموړي شپږ عملیات ترسره کړي دی چې په پایله کې یې له نوموړي دواړه لاسونه او پښې غوڅې کړي، همدارنګه له بدن څخه ډېره غوښه هم پرې کړې تر څو ورته مصنوعي پوزه او د مخ څېره جوړه کړي.
په پېل کې د نوموړي په څېره او د بدن په ځېنو برخو کې ټپونه وو چې اوس د ښه کېدو په حال کې دي.



اعلان