خامنه یي: امریکا او ملګرو یې پر پوځي پرېډ برید کړی

سيمه او نړۍ

خامنه یي: امریکا او ملګرو یې پر پوځي پرېډ برید کړی

435

د ایران لوړ پوړي مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي د شنبې په ورځ ویلي، د ایران په جنوب لویدیځ کې پر پوځي پرېډ برید کې امریکا او ملګري یې لاس لري، موږ سیمه کې خپلو ځواکونو ته امر کوو چې ژر تر ژره تورن کسان ونیسي او محکمې ته یې وړاندې کړي.
رویټرز له راپور سره سم خامنه یي په خپله وېبپاڼه ویلي، دا برید د سیمې هېوادونو کې دسیسو ته دوام ورکوي چې واګي یې د امریکا په لاس کې دي، موخه یې زموږ په هېواد کې ناامني راوستل دي.
خامنه یي د دغو هېوادونو نومونه یاد نه کړل خو په سیمه کې د امریکا ملګري اسراییل، د منځني ختیځ هېوادونه او په ځانګړي ډول د سعودي هېواد دی.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د ایران په جنوب لویدیځ د اهواز په سیمه کې وسله والو د ایران پر پوځي پرېډ برید کړی چې ګڼو کسانو ته یې مرګ-ژوبله اړولې ده، د الجزیرې د راپور له مخې برید له ۱۰ څخه تر ۱۵ دقیقو روان و چې په کې د پوځیانو او ملکي وګړو په ګډون ۲۵ کسان وژل شوي او له ۶۰ ډېر ټپیان دي، د برید مسوولیت د داعش وسله والې ډلې منلی دی.
له برید یوه ورځ وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ایران ته خبرداری ورکړی و چې موږ به د امریکا ګټو ته زیان رسوونکو پر ضد چپ پاتې نه شو، زموږ ځواکونه تیار دي چې د امریکا ګټې په هر ځای کې وساتي، د بل پلوه د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف هم د پومپیو د ګواښونو ځواب ویلی و.
همدارنګه ایراني حکومت د هالینډ، ډنمارک او د برتانیې سفیران هم د برید د تفصیلاتو په اړه وربللي، یاد برید امریکا، ملګرو ملتونو، فرانسې، روسیې، ترکیې، مصر، سوریې، لبنان د حزب الله ډلې او په یمن کې د حوثیانو ډلې غندلی دی.



اعلان