خونړۍ جګړه؛ یوه اوونۍ کې له څلور سوو زیات افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي

نظر او تحليل

خونړۍ جګړه؛ یوه اوونۍ کې له څلور سوو زیات افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي

696

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغان امنیتي ځواکونو د وژلو په اړه یوه مقاله خپره کړې.
مقاله کې ویل شوي چې په ۲۰۱۶ ز کال کې هره ورځ دوه ویشت افغان امنیتي کسان وژل شوي چې بیا افغان او امریکایي حکومتونو د وژل کېدونکو کسانو د شمېر د پټ ساتلو پرېکړه وکړه.
رسنۍ وایي، دا جګړه اوس نوره هم خرابه شوې.
مقاله کې د ډېپلوماټو په حواله راغلي چې تېره اوونۍ له څلور سوو زیات امنیتي کسان ووژل شول.
دغو وژنو امنیتي سکتور ته د جلب و جذب لړۍ ټکنۍ کړې. هلمند کې د افغان پوځ د جلب و جذب د مرکز مشر عبدالقدوس ویلي، ځینې وختونه په اوونیو څوک نه راځي. دی زیاتوي، خلک نور نه غواړي چې پوځ ته لاړ شي، ځکه مرګ-ژوبله ډېره لوړه ده.
د بغلان والي عبدالحی نعمتي وایي، طالبان سوله نه غواړي، ځکه دوی فکر کوي چې جګړه ګټلای شي. دی زیاتوي، که دا (جګړه) دغسې روانه وي، نو دوی به یې وګټي.
"موږ باید هر ځای دفاع وکړو او هغوی هر ځای برید کولای شي".
د مرګ-ژوبلې د کچې لوړوالي د افغان ځواکونو مورال کمزوری کړی دی.
بغلان کې مېشت د احمد جاوید په نوم یوه سرباز ویلي، پرون مو پنځه ملګري ووژل شول او څلور ټپیان شول، خو هیچا ور سره مرسته و نه کړه.
"کله چې طالبان په موږ برید کوي، نو هېڅ مرستندوی ځواک نه راځي، مړي مو پراته وي، نو ځکه مورال له لاسه ورکوو".
دا یوازې بغلان نه دی، د بدخشان په ګډون نورو ولایتونو کې هم امنیتي لیکو ته جلب و جذب لږ شوی دی.
د بدخشان د جلب و جذب مشر مجتبی خان سادات ویلي، خلک د ناامنۍ او مرګ-ژوبلې له امله پوځ ته ډېر نه ځي او ډېر ځوانان ترکیې ته د دندو له پاره ځي.



اعلان