سوپکو: افغانستان سره شوې ډېرې مالي مرستې عربي اماراتو ته وړل شوي

افغانستان

سوپکو: افغانستان سره شوې ډېرې مالي مرستې عربي اماراتو ته وړل شوي

271

افغانستان لپاره د امريکا د بيارغونې د څار ادارې مشر جان سوپکو څرګنده کړې ده، چې د افغانستان سره د امريکا او نړيوالې ټولنې د کړيو مالي مرستو يوه ستره اندازه متحده عربي اماراتو ته تللي او ضايع شوې دي.

ښاغلي سوپکو ټورنټو ورځپاڼې سره مرکه کې څرګنده کړې ده، چې کومې پيسې چې د افغانستان د بيا رغونې لپاره ورکړل شوې وې، يوه ستره اندازه يې يا د دوبۍ بانکي حسابونو ته لېږدول شوې دي، يا د امريکا په ويريجينيا او يا هم د کانډا په ونکوور ښارونو کې پرې کورونه اخيستل شوي دي.

د سوپکو په وينا له ۱۷ کلونو راهيسې چې امريکا پر دې هېواد يرغل کړی، اوس هم دا هېواد له پراخو ستونزو سره لاس و ګرېوان دی، «د افغان امنيتي ځواکونو ظرفيت او توانايي اوس هم تر پوښتنې لاندې ده، اداري فساد لا هم روان دی او د نشه‌يي توکو کاروبار ورځ له بلې زور اخيستی دی». نوموړي ټينګار کړی چې له دې امله چې د امريکا دغه پيسې بې پوښتنې او بې حسابه ښکته پورته کېږي، نو امريکا هم په پورته ستونزو زېږولو کې ککړه ده.

ښاغلي سوپکو په ډاګه کړې چې امريکا په ډېر لنډ وخت کې ډېرې زياتې پيسې په افغانستان کې لګولې دي، چې د افغانستان په څېر د يوه کوچني هېواد له اقتصادي ظرفيته ډېرې زياتې دي.



اعلان