سرچینې: ابوبکر بغدادي د ایران له لارې افغانستان ته راغلی

ګنګوسې

سرچینې: ابوبکر بغدادي د ایران له لارې افغانستان ته راغلی

1052

له لندنه خپرېدونکې الشرق الاوسط رسنۍ د پاکستان د امنیتي سرچینو په حواله وایي، د داعش مشر ابوبکر بغدادي د ایران له لارې ختیځ افغانستان ته تللی دی.
سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې بغدادي د ایران د زاهدان ښار په ختیځ کې د یو شمېر سیمو له تېرېدو وروسته ننګرهار ته رسېدلی دی.
رسنۍ وایي، افغانستان ته د داعش د مشر د تګ رپوټ داسې مهال ورکول کېږي چې سوریه کې د امریکا له ملاتړه برخمنو عرب-کرد جنګیالیو د خپلو عملیاتو درېیم پړاو تېره اوونۍ پېل کړ.
رسنۍ زیاتوي، دا رپوټ داسې مهال هم ورکول کېږي چې موده وړاندې دوه ژورنالېستان یوه برید کې ووژل شول او سږ کال د وژل شویو ژورنالېستانو او مطبوعاتي کسانو شمېر څوارلس کسانو ته رسېدلی دی.
یو شمېر افغان ژورنالېستانو رسنۍ ته له ناوړه امنیت څخه شکایت کړی دی.
افغان چارواکو، داعش ډلې او نورو سرچینو تر اوسه افغانستان ته د بغدادي د راتګ په اړه څه نه دي ویلي.

موده وړاندې هم پاکستاني رسنیو افغانستان ته د بغدادي د راتګ رپوټونه ورکړي وو، خو د افغانستان د امنیت شورا بیا دغه رپوټونه رد کړي وو.
داعش-خراسان شاوخوا درې کاله وړاندې ننګرهار کې سر راپورته کړ چې وروسته د هېواد نورو برخو کې فعال شو او تر اوسه یې لسګونو بریدونو کې سلګونه کسان وژلي دي.
تېر کال د امریکا د بمونو د مور له کارولو او د دوی له لوري د سختو بریدونو د ادعاو سربېره هم داعش ډله په بشپړ ډول له منځه نه دی تللې.



اعلان