د سعودي پاچا ته د اردګان ليک: اوس له بل هر وخته ډېر يووالي ته اړ يو

سيمه او نړۍ

د سعودي پاچا ته د اردګان ليک: اوس له بل هر وخته ډېر يووالي ته اړ يو

1407

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردګان د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز ته په استولي ليک کې د سعودي د ملي ورځې په مناسبت مبارکي ويلې ده. سعودي د سپتمبر ۲۳مه په همدې مناسبت لمانځي.

اردګان په خپل ليک کې ويلي: «ګرانه وروره، د ملي ورځې په مناسبت زه او د ترکيې ملت تا او د سعودي ملت ته مبارکي وايو او د زړه له کومې درته نېکې هيلې وړاندې کوو».

اردګان په ډاګه کړې ده، چې اسلامي نړۍ دا مهال له «خطرناکو ننګونو سره مخ او د بل هر وخت په پرتله ډېر سولې او ثبات ته اړ ده، اوس ډېر اړ يو چې ملګري هېوادونه سره يو شو». نوموړي ټينګار کړی، چې هېواد يې په راتلونکې کې په هر ډګر کې سعودي سره د مرستې او سلاکارۍ د جاري ساتلو غوښتونکی دی.

اردګان خپل ليک داسې پای ته رسولی: «په همدې مناسبت، الله نه غواړم چې ګران ورور مې ملک سلمان روغ رمټ وساتي او د سعودي ورور ملت په سوله، ارامۍ او خوښۍ کې ژوند وکړي».

سعودي نن د سپتمبر په ۲۳مه خوښي لمانځي، د ۱۹۳۲ کال پر همدې ورځ پخواني پاچا عبدالعزيز آل سعود په رسمي توګه د ټول هېواد د يووالي اعلان وکړ او د هېواد نوم يې بدل کړ.



اعلان