زکات ورکړه!

اسلام

زکات ورکړه!

267

پخوا له دې چې په دې هکله څو احادیث ذکر او بیان کړم، غواړم د زکات په هکله یو څه لنډه پیژنده وړاندې کړم. 
د مال، میوو او زراعتي شیانو څخه د یوې معلومې برخې ایستلو ته زکات وايې. او له دې کبله په دې نوم نومول شوي چې، په دې سره مال د خبث (چټلیو) او افاتو څخه پاک ېږي، او د نفس څخه بخل (کنجوسي) لرې کوي او د سخاوت ماده ورکې غټه وي، مال کې برکت اچوي، او د زکات ورکونکي سره د خلکو مینه زیاتوي. 
او دویم کال د هجرت کې دا حکم نازل شوی، د زکات ورکول فرض او انکار ترې کفر ګڼل کېږي، د نه ورکوونکو څخه د تورې په ځور اخستل کېږي، او الله پاک د دین د اساساتو او ارکانو څخه یو رکن ګرځولې، او په قران پاک يې په ډېرو ایاتونو کې د لمانځه سره یو ځای ذکر کړی، او د نه ورکوونکو په هکله يې خورا سخت وعید ذکر کړی لکه چې فرمايې. 
(والذین یکنزون الذهب والفضة ولا ینفقونها فی سبیل الله فبشرهم بعذاب الیم) التوبه ۳۴. یعنې هغه کسان چې سره سپین زر خزانه کوي او د الله په لار کې يې نه ورکوي (زکات يې نه ورکوي) نو دو ته د درد ناک عذاب زیرې ورکړه (ای محمدص). او همدارنګه الله پاک خپل رسول ته د مالدارو څخه د زکات په اخستلو امر کړې، ورته يې فرمايلي(خذ من اموالهم صدقة، تطهرهم وتزکهم بها)التوبة ۱۱۳. یعني، واخله (ای محمده) له مالونو د دوی څخه صدقه (زکات یا خیرات) چې ښه پاک کړي ته دوی له ګناهونو (یا له محبته د مال) او بابرکته کړي ته دوی د هغه په وسیله. 
زکات او خیرات ورکول سړي د ګناهونو له اثراتو څخه پاک وي او د اموالو برکت زیاتوي. او د دې عمل بله غټه فائده دا وه چې، زکات او خیرات ورکوونکو ته به حضرت رسول اکرم دوعاوې کولې چې په هغو سره به د دوی زړونه ډاډه، او قلبي سکون به ورته حاصیلیده. 
اوس هم علماؤ زکات او خیرات ورکونکو ته دوعاوي کول مشروع اور واګڼلې. 
دا دې اوس د مطلوبه احادیثو په ذکر او لنډ بیان سره په لاندې ډول پیل کوم،
لومړی حديث: عن ابی هریرة وابی سعید. قال، خطبنا رسول الله فقال،
(والذی نفسي بیده ثلاث مرات، ثم اکبّ فاکبّ کل رجل منا یبکی لایدری علی ما ذا حلف ؟ ثم رفع راسه وفي وجهه البشری فکانت احبّ الینا من حمر النعم قال، ما من عبد یصلي الصلوة الخمس، ویصوم رمضان ویخرج الزکات، ویجتنب الکبائر السبع الا فتحت له ابواب الجنة وقیل له، ادخل بسلام)رواه النسايې، وابن ماجه. 
ژباړه: د ابوهریره او ابو سعید. دواړو څخه روایت دی دوی دواړو ویلې، بیان وکړ موږ ته رسول نو و يې ویل زما دې په هغه ذات قسم وي کوم چې زما نفس د هغه په (بلاکیف) لاس یا قدرت کې دی. درې ځله يې دا جمله وویله. بیانو پریوات (په سجده) او هر یو کس زموږ څخه پریووت ژړل يې، نه پوهیده چې په څه باندې يې قسم یاد کړ، بیا يې سر راپورته کړ، او حال دا چې په مخ کې يې خوشالي وه، او د ده دغه د مخ مبارک خوشالې موږ ته د ‌ډېر مال، ډېرو اوښانو او ډېرو نور خوشالیو او راحتونو څخه ډېره ګرانه وه. و يې فرمايل نشته هېڅ بنده چې پنځه وخته لمونځ کوي، او د رمضان روژه نیسي، او زکات ورکوي، او دوو غټو ګناهونو څخه ځان ژغوري، مګر بیرته به کړای شي ده ته د جنت دروازې، او ورته به وویل شي چې ننوځه په امن او سلامتیا سره. 
دغه وه کبائر ګناهونه چې دې حدیث کې مجمل ویل شوي، دا نبی کريم د بخاري حدیث کې داسې تفسیر کړی چې فرمايې. 
(اجتنبو السبع الموبقات، قالوا، یارسول الله وما هنّ ؟ قال، الشرک بالله ، والسحر، وقتل النفس التی حرمَ الله الا بالحق، واکل الریا، واکل مال الیتیم، والتولي یو الزحف، وقذف المحصنات المؤمنات الغافلات). 
ژباړه: وه ساتئ ځانونه د اوه ګناهونو مهلکو (هلاکوونکو) څخه، صحابه ؤ ویل د الله رسول ه دا کوم ګناهونه دي؟ رسول اکرم وفرمايل شرک د الله سره ، سحر، د هغه نفس وژل چې الله پاک حرام کړي بی له حقه، سود خوړل، د یتیم مال خوړل، د جګړې (جهاد) په ورځ د میدان څخه تښتیدل، او مړو ښو مؤمنانو پاک و ښځو ته د زنا نسبت کول دي. 
د لومړني حدیث دا راڅرګندیږي چې، د نعمتونو لاسته راوړل او د خیر حاصلول په څلورو څیزونو کې دي (په لمانځه، زکات، روژه، او دوو غټوګناهونو څخه ځان ساتنه) څوک چې دغه کارونه تر سره کړي د رحمت ملائکه ورته د عذاب څخه د امان زیرې ورکوي او ورته امر کوي چې جنت (د نعمتونو ځای) ته په پوره امن او سلامتیا سره ننوځه، او دا ځکه چې د اعمالو صحیفه يې د ګناهونو او د هغې د خیر و څخه پاکهده، لمونځونو يې د هر ډول فحشا څخه منع کړي، او زکات يې د بخل څخه د ده نفس پاک کړي او د سخاوت صفت يې ورکې قوي کړی دی. 
دویم حديث: عن انس بن مالک. قال،اتی رجل من تمیم رسول الله فقال، یا رسول الله ، انی ذومال کثیر، وذو اهل ومال، وحاضرة، فاخبرني کیف اضع وکیف انفق؟ فقال رسول الله تخرج الزکات من مالک، فانها طهرة تطهرک، وتصل اقر بایک، وتعرف حق المسکین، والجار، والسائل. الحدیث. رواه احمد ورجاله رجال الصحیح. 
ژباړه:د حضرت انس بن مالک. څخه روایت دی وايې. 
د تمیم قبلیې یو سړي رسول اکرم ته راغې او ورته يې وویل، ای د الله رسول ه زه د ډېر مال خاوند یم،او ډېر اهل (اقرباء) او مال لرم، او د خیر موارد لرم، نو ما ته خبر را کړه (پوه مې کړ) څه وکړم او څنګه یی ولګوم ؟ نو رسول اکرم ورته وفرمایل د مال زکوة دې وباسه (ورکوه) ځکه زکات پاکي ده تا پاک وي، او د قریبانو سره دې وصلت (صله رحمي کوه) او د مسکین، ګاونډي، او سوال کوونکي (محتاج) حق وپیژنه. 
دې مبارک حدیث کې ګورو چې، یو خورا مالدار د ډېر اهل او مال څښتن، د جاه او جلال، او ډېر جايېداد لرونکې راځي او د پیغمبرڅخه د داسې لارې تپوس کوي چې د ده د نیکمرغتیا وسیله شي، نو ورته وايې، زه په مال او د خیر په مواردو څه وکړم، څنګه يې مصرف او ولګوم چې ډېر ثواب پرې ترلاسه کړم او د الله په نزد د دائمي عزت خاوند شم. 
نو حضرت رسول پاک ورته ارشاد وفرمایه، د نقد مال، میوو او زراعت دی زکات ورکوه، د خپلوانو سره دې صله رحمي او احسان کوه، فقراء او مساکینو ته خیرات ورکوه، او د ګاونډي په هکله يې هم ورته وفرمایل چې، د ده اکرام کوه، د هغه نعمتونو څخه چې الله پاک درکړی ورکوه، په میوو، خوراک، لباس او نقدو پیسو کې ورسره مرسته کوه، او د هغه د حاجت مطابق خیال ساته، او سوال کوونکي ته څه ورکوه او نا امیده مه ځوابه وه. 
دا ټول د خیر ښیګړې هغه کارونه دي چې قران کريم يې ځای پر ځای ذکر او تايېد کړی. د سوره حدید په یوه ایت کې الله پاک داسې ارشاد کوي “امنو با لله ورسول ه، وانفقوا مما جعلکم مستخلفین فیه، فالذین امنوا منکم وانفقوا لهم اجر کبیر” الحدید ۷. 
ژباړه: ایمان راوړئ تاسې (او په ایمان همیشه اوسئ) په الله او په رسول د ده (الله ) باندې، او لګوئ (په لاره د الله کې) له هغو (اموالو) څخه چې ګرځولي يې تاسو (الله ) خلیفګان(د پخوانیو) په هغو (اموالو) کې، پس هغه کسان چې ایمان يې راوړی دی له تاسې، او لګوي دوي (اموال خپل په لاره د الله کې) هغوی لره دي اجر ثواب ډېر لوی (په جنت کې) نو تاسو ته هم نفع رسوي ایمان او خرڅول د اموالو د تاسې). یعنی هغه مالونه او شتمنې چې ستاسو په لاسو کې شته، د هغو ټولو حقیقي مالک او څښتن الله پاک دی، تاسو یواځې د یوه امانت دار او خزانه دار په څیر یاست، نو څنګه چې تاسو ته الله پاک د هغه د لګولو امر کوي، په هم هغه طریقه يې د نائب او خلیفه په ډول لګوئ. 
او په دې هم باید پوه شی چې دا مال ستاسو څخه د مخه د نورو په لاس کې وه، او اوس ستاسو په لاسو کې دی، خو تاسو به هم د هغو په څیر ورڅخه ځې او نور کسان به ستاسو ځای نیسي. 
نو کله چې ښکاره شوه چې، دا مالونه نه پخوانو په لاس کې پاتې شو او نه ستاسو په لاسو کې پاتې کېږي، نو د داسې زائل او فاني څیز سره مینه او تعلق لرل نه ښايې، بلکې په کار ده چې په ضروري او مناسبو ځایونو کې خرڅ او ولګول شي او په دی هکله د بی زړه توب او تردد څخه ځان وژغورل شي. 
همدارنګه د الروم په سورت کې الله پاک داسې امر کوي. 
(فات ذا القربی حقه والمسکین وابن السبیل، ذلک خیر للذین یریدون وجه الله واولئک هم المفلحون) الروم ۳۸. 
ژباړه: نو ورکړه (ای مؤمنه) خاوند د قرابت ته حق د ده (چې نیکي او صله رحمي ده) او محتاج ته او مسافر ته، دغه (ورکول د حقوقو) غوره دی (له بخل او امساک څخه) دپاره د هغو کسانو چې اراده لري د ثواب (. اء) د الله ، او همدغه ورکوونکی (د حقوقو) هم دوی دي خلاصیدونکي بریالې. 
یعنې کله چې جوته شوه چې مال زائل او پاتیکېدونکې نه دی، نو هر مالدار ته په کار ده چې د هغه مال او نعمتونو څخه چې الله پاک ورکړي ځنی تری د ده په لاره کې صرف کړي، او د ګاونډیانو، مسافرانو، محتاجانو او بی وزلو خپلوانو له احواله ځان خبر او هغوی له خپل ځان څخه خوشحاله کړي، او د هغوی حقوق درجه په درجه ادا کړي، ترڅو الله پاک دوی ته په دنیا او اخرت کې خوشحالې، سعادت او بریالیتوب ورپه برخه کړي. 
او د همدې مبارک ایت څخه حنفي علماؤ د محارمو د نفقې وجوب اخستې په دې معنا چې په هر مالدار باندې د ده د بی وزلو او محتاجو خپلوانو نفقه واجب ګڼي او نه ادا کول يې د عقاب موجب ګرځي. 
الله پاک د سورة الحج په ۴۲ ایت کې داسې ارشاد فرمايې. (الذین ان مکنا هم فی الا. اقاموا الصلوة واتو الزکات وامروا بالمعروف ونهوا عن المنکر ولله عاقبة الامور) یعنې هغه کسان چې که قدرت ورکړو موږ دوی ته په ځمکه کې (په دښمن باندې د غلبي په اعتبار) نو قائموي دوی(سم ادا کوی سره د ټولو حقوقو) لمونځ او ورکوي به زکات او حکم به کوي (خلقوته) په معروف (په نیک کار) سره او منع کوي به (خلق) له بدکار څخه، او خاص د الله په اختیار کې ده خاتمه د ټولو کارونو. 
الله پاک په دې ایتکې مجاهدین او د دین نصرت کوونکي په څلور ښو صفاتو موصوف کړي او هغه دا چې دوی لمونځ کوونکي دي، زکات ورکونکي، امره کوونکي په نیکو کارونو دي، او منع کوونکي له بدو کارونو دي. او بیا يې مطمئن کړي په دې چې، د هر شي رجوع د الله حکم ته ده، او د هغه په لاس کې هر څه دي، څه چې وغواړي کوي يې (وما تشاؤن الا ان یشاء الله ). 
درېيم حديث: عن جابر. قال (قال رجل، یا رسول الله ارایت ان ادی الرجل زکات ماله ؟ فقال رسول الله من ادی زکات ماله فقد ذهب عنه سوه) رواه الطبرانی فی الاوسط بهذا القظ وابن خزعه فی صحیحه. 
ژباړه: د حضرت جابر بن عبدالله . څخه روایت دی وايې،
یو سړي وویل، ای د الله رسول ه، ما ته وښایه (پوه مې کړه په حکم د هغه چا چې) د خپل مال زکات ورکړي؟ نو رسول الله ورته وفرمايل، هر چا چې د مال زکات ورکړ، نو له ده څخه د مال شر لاړ. 
یعني چا چې مال زکات ورکړ د هغه مال په دنیا کې د غلا څخه محفوظ شو، برکتناک شو، د خیر په کارونو کې به ولګول شي، او خاوند يې د قبر د هغه عذاب څخه خلاص شو کوم چې د بی زکات مال په وجه ورکول کیده، او مال به يې د ګنجي چیچونکي مار په شکل نه چیچي. 
لکه چې یوه روایت کې رسول فرمايلي (ما من رجل لایؤدي زکات ماله الا جعله الله شجاعا فی عنقه یو القیامة). نه به وي داسې څوک چې د خپل مال زکات نه ورکوي مګر الله پاک به د ده مال یو ډول مار وګرزوی او د قیامت په ورځ به يې په غاړه کې پروت وي. او څوک چې د مال زکات ورکوي، نو پاک الله يې د دغه ډول عذاب څخه خلاصوي. 
د مال د زکات ورکولو مطلب دا دی چې، هغه حصه د مال چې پر ده واجب ده، هغه مستحقو کسانو یا د مسلمانانو عادل خلیفه ته وکړي. دا حصه په نقدینو (سره او سپین زرو) کې ربع العشر یعنې په سلو کې دوه نیمې روپی، په اوښانو کې پنځو کې یو ګډ، په غوایانو او میښو کې دیرشو کې یو سخې، او ګډویزو کې په څلویښتو کې یو ګډ دی. (په دې هکله زیات تفصیل دی د فقه کتابونو کې وکتل شي). 
څلورم حديث: روي عن علقمة. انهم اتوا رسول الله قال (فقال لنا النبیان تمام اسلامکم ان تودوا زکات اموالکم) رواه البزار. 
ژباړه: د علقمه. څخه روایت دی چې دوی (د ده سره څو کسان چې ؤ) راغله رسول الله ته دی وايې، نو نبیموږ ته وفرمايل، بېشکه ستاسو کامل اسلام دا دی چې تاسو د خپلو مالونو زکات ورکړئ یعنې ستاسو دیني امورو، اسلامي ارکانو او د الله د تابیدارئ د سر ته رسول و او کمال څخه د مالونو زکات ورکول دي. 
هر هغه چا چې، د ایمان، لمونځ، روژې او حج سره سره د مالونو زکات ورکاوه، نو د ده اسلامي ارکان مکمل او د الله پاک تابیداري يې په تمامه معنا کړي ده. 
ځکه دا پنځه واره اسلام بناوې او بنسټونه دي، له دې څخه اسلام جوړ دي، له دې پرته سړي ته مسلمان نه شي ویلای، همدا پنځه واړه د نجات ذارئع دي، د دې په پلې کولو سره انسان ته د د واړ نړیو سعادت، خوشالې او برلیتوب په برخه کېږي. 
پنځم حديث: عن ابن عمر. ان رسول الله قال (کل مال وان کان تحت سبع ا. ین تو دی زکاته فلیس بکنز، وکل مال لا تؤدی زکاته وان کان ظاهرا فهو کنز) رواه الطبراني فی الاوسط مرفوعا، ورواه غیره موقوفا علی ابن عمر وهو الصحیح. 
ژباړه: هر مال چې زکات يې ورکول کېږي اګر که دوو ځمکو لاندې وی، هغه کنز نه دی، او هر مال چې زکات يې ورکول کېږي هغه کنز دی که څه هم ښکار یعنی د ځمکی په سر وی. 
یعنې هغه غني چې د ډېر مال خاوند وي او زکات يې ورکوي او د الله په لیاره کې لګوي، هغه کولای شي د خپلې خوښې سره يې خزانه کړي که څه هم د ځمکې لاندې وی،او الله پاک ورته د دې کار اجازه ورکړی او دا ډول ذخیره يې ورته حلاله کړي. 
او هغه څوک چې بخل کوي د خبل مال زکات نه ورکوي، هغه يې که څه هم د اوسپنې په ښکاره خرانه کې ساتلي وي، هغه د حقوق په ورکولو کې مقصّر دی او مال يې هغه کنز دی چې زکات يې نه دی ورکړی، او کله چې مړ شي الله به يې په همدغه مال د اژدها په صورت کې عذابوي، او د الله پاک د دې ایت مصداق به وګرځي چې فرمايې،
(والذین یکنزون الذهب والفضة ولاینفقونها فی سبیل الله فبشرهم بعذاب الیم، یوم یحمی علیها فی نار جهنم فتکوی بها جباهم وجنوبهم وظهورهم، هذا ما کنزتم فذوقوا ما کنتم تکنزون) 
ژباړه: او هغه کسان چې خزانه کوي سره زر او سپین رز او نه لګوي هغه په لاره د الله کې، نو زیری ورکړه دوی ته په عذاب دردناک سره، په هغې ورځې چې سختي سرې به کړی دغه خرانې په اور د جهنم کې نو داغلې به شي په هغې سره وچولې(تندې) د دوی او اړخونه د دوی (او ویلې به شي ورته) دا هغه شی دی چی خزانه کړی وو تاسی دپاره د نفسونو (ځانونو) خپلو نو وڅکئ تاسې (خوند د سزا) د هغه (مال) چې وۍ تاسې چې خزانه کاوه به مو (په دنیا کې اوس درته بلا شوه په عقبا کې). 
یعنې هغه څوک چې دولت او ثروت ټولوي. اګر که په حلاله طریقه سره هم وي. خو د الله تعالی په لاره کې يې نه صرفوي (زکات او واجبه حقوق يې نه پرځای کوي) د دوی سزا د قیامت په ورځ دردناک عذاب دی، ځکه پاک مال د زکات په نه ورکولو چټلیزي او خاوند ته د عذاب سبب ګرځي. او کله چې بخیل دولتمن ته د الله پاک په لاره کې د مال د لګولو په نسبت څه وویل شي، نو لومړی يې په وچولې کې کونجي (تریوالی) پیدای شي، او که لږ ورسره کلک شي نو اعراض کوي، مخ ترې اړه وي او اړخ ورګرزوی. او که ډېريې را ټینګ کړي نو خپله شا وګرزوی او خپله مخه کوي اوځي نو ځکه الله پاک ورته سره او سپین زر سره کوي او د ده همدغه درې ځایونه (تندې، اړخ او شاه) پرې. داغوي، ترڅو په دې وسلې سره د خپل هغه ټول کړي مال خوند او مزه په ښه شان سره وڅکي او خپله سزا ومومي. پاک الله مو دې د بې زکاته مال د ټولولو او خزانه کولو څخه په خپله فضل سره وژغوري امین.



اعلان