امريکا هند پر بنديزونو ګواښلی

سيمه او نړۍ

امريکا هند پر بنديزونو ګواښلی

2046

هندۍ ورځپاڼې اکنامک ټايمز خبر ورکړی، چې امريکا هند ګواښلی دی، چې که له روسيې څخه د اېس۴۰۰ توغنديز سيستم اخيستو ته ادامه ورکړي، د واشنګټن له بنديزونو سره به مخ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې هند راتلونکې مياشت کې دې هېواد ته د روسي ولسمشر ولاديمير پوتين د سفر پر مهال د ياد سيستم د پېرلو هوکړې لاسليک کولو ته چمتووالی ښودلی دی.

د هند چارواکو ويلي، چې نوی ډيلي به په هيڅ صورت کې له دې هوکړې تېر نه شي او نه به د امريکا د بنديزونو پروا وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې هند د امريکا له باوري ايتلافيانو ګڼل کېږي. د دې هېواد لومړي وزير د تېر سرطان په لومړيو کې واشنګټن ته د سفر پر مهال له ولسمشر ټرمپ سره د دفاعي او امنيتي اړيکو او ترورېزم سره د مبارزې په ګډون پر ګڼو مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.

اېس۴۰۰ توغنديز سيستم د نړۍ پر مخ بې سياله بلل کېږي او ډېر هېوادونه يې د ترلاسه کولو هڅې کوي.

امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستيو کې هغه فرمان لاسليک کړ، چې له مخې به يې روسيې نه د اېس۴۰۰ ډوله توغنديز سيستم او نظامي تجهيزاتو رانيوونکي د واشنګټن له بنديزونو سره مخ کېږي.

خو د چين، روسيې او ترکيې په څېر هېوادونو د ټرمپ له دې پرېکړې سره مخالفت وښود او څرګنده يې کړه چې د ټرمپ دې غوښتنې ته پام نه کوي.



اعلان