فاریاب کې د ماین چاودنې کوچنیانو ته مرګ-ژوبله اړولې ده

افغانستان

فاریاب کې د ماین چاودنې کوچنیانو ته مرګ-ژوبله اړولې ده

294

افغانستان د فاریاب ولایت کې د یو خښ شوي ماین د چاودنې له امله نهه کوچنیان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورس بي بي سي ته ویلي، د ټپیانو حالت سم نه دی او په وژل شوو کې دوه نجونې هم شاملې دي، همدارنګه د شیرین تګاب ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو سره د مبارزې مشر غلام علي ویلي، پېښه د شیرین تګاب ولسوالۍ په کوه صیاد سیمه کې چې تېره اونۍ د طالبانو تر واک لاندې وه د امنیتي ځواکونو د نښه کولو په موخه د خښ شوی ماین په واسطه رامنځ ته شوې، خو طالبانو د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
د کلي کوچنیان چې عمرونه یې له پنځو څخه د تر دوولس کلونو ښودل شوي د لوبو پر مهال په ماین ختلي او چاودنه رامنځ ته شوې ده.
د طلوع نیوز د راپور له مخې د فاریاب ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، چاودنه د جمعې په ورځ شوې چې شاوخوا ۱۴ کوچنیانو ته یې مرګ-ژوبله اړولې، ټپیان د جوزجان روغتون ته د درملنې له پاره استول شوي چې په کې د دوه کوچنیانو حالت ناسم ښودل شوی.
د چاو دنې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.



اعلان