"افغانان له اتلس کلونو موږ ته هغه څه وایي چې روسانو ته یې ویل: افغانستان پرېږدئ، خو موږ به یې کله اورو"

نظر او تحليل

2268

د امریکا د سنا مجلس پخواني غړي ټېډ کاوفمن په ډیلېور انلاین کې د افغان جګړې په اړه د "د افغانستان نه ګټونکې جګړه کې ښه خلک وژل کېږي" تر سرلیک لاندې یو مطلب خپور کړی.
د مطلب لیکوال ځلونه افغانستان او پاکستان ته سفر کړی او وایي چې افغانستان کې مې سلګونه امریکایي سر سپارلو پوځیانو سره کتلي دي.
کاوفمن په لیکنه کې موده وړاندې په یوه دننني برید کې د امریکایي پوځي وژلو ته اشاره کوي. دی وایي ټېموتي بلیارډ په شپږو ځایونو کې د برونزو مېډالونه اخیستي وو.
لیکوال وایي، بلیارډ ۱۵۴ م پوځي دی چې په دغه ډول برید کې وژل کېږي.
د یادونې وړ ده چې بلیارډ دوه اوونۍ وړاندې د یوه افغان پوځي په ډزو کې ووژل شو.
لیکوال چې د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېسیون غړی هم و وایي، په وروستي ځل په ۲۰۱۰ ز کال افغانستان ته تللی وم او له هغه راهیسې تر اوسه هېڅ بدلون نه دی راغلی دی.
کاوفمن وایي، زه پوهېږم چې موږ په یوې نه ګټل کېدونکې جګړه کې د خپلو ښو پوځیانو ژوند ضایع کوو.
دی وایي، په کابل او واشنګټن کې مې څو ځله د هغه مهال افغان ولسمشر کرزي سره لیدلي او د نه کنټرولېدونکي فساد په اړه مې ورته شکایت کړی.
لیکوال وایي، افغانان پوهېږي چې موږ به پای دغه هېواد پرېږدو او هغه چا چې موږ سره مرسته کړې، د طالبانو رحم ته به پاتې شي.
کاوفمن د کندهار میوند ولسوالۍ ته د خپل سفر یاده هم کړې او وایي چې هلته مې د یوې ولسي شورا په پنځه اویا کسیزه غونډه کې ګډون وکړ. دی وایي، هغوی با ادبه وو، خو ما یې ناکراري حس کوله.
کاوفمن وایي، دې غونډې سره ما ته د برېډ پټ یو فلم (war machine) ذهن ته راغی. دا فلم چې د افغانستان په اړه جوړ شوی، د فلم اتل په کې له یوې شورا سره مخ کېږي.
د فلم اتل شورا ته د طالبانو د ماتولو په اړه خپل نوي نظریات وړاندې کوي او کله چې له خلکو د پوښتنو غوښتنه کوي، نو هېڅوک ځواب نه ورکوي او پای یو کس ورته ووایي: څومره اوږد مهال چې تاسو دلته یاست، د وتلو پر مهال به مو همغومره خراب یاست.
د فلم اتل غواړي دلیل ووایي، خو یوازې یو ځواب ترلاسه کوي: مهرباني، همدا اوس ووځئ.
لیکوال وایي، د افغانستان خلک له تېرو اتلس کلونو راهیسې موږ همدا خبره کوي. دوی روسانو او دوه ځله انګرېزانو ته هم همدا وویل او پای هغوی واورېدل، خو موږ به یې کله اورو؟.



اعلان