ایا له ډوډۍ خوړلو وروسته د اوبو څښل زیان رسوي؟

روغتیا

ایا له ډوډۍ خوړلو وروسته د اوبو څښل زیان رسوي؟

323

له ډېرو به مو اورېدلې وي چې اوبه له ډوډۍ خوړلو مخکې یا یې په منځ کې څښل ګټورې وي، له خوراک وروسته زیان رسوي، پر هاضمه بد اغېز کوي او یا په معده کې دخوړو له امله اوبه په سمه توګه نه جذب کیږي، دا خبرې تر کومه سمې او ناسمې دي؟
د خوړو په منځ یا په پای کې د اوبو د څښلو د زیان په اړه ټولې خبرې ناسمې دي، ځکه اوبه بدن له پاره ډېرې اړینې دي، که په پېل، منځ او یا په پای کې وڅښل شي د هضم نظام پیاوړی کوي.
روغتیا پوهانو ویلي، له خوراک وړاندې، منځ او یا په پای کې د اوبو څښل زیان نه لري، خو که چېرته مو له اندازې ډېر خواړه خوړلي وي او بیا اوبه وڅښل شي نو د ستونزو د پیدا کېدو لامل کیږي، په داسې حالت کې خواړه له هضم پرته له معدې څخه کولمو ته ننوځي او په کې شته ګټور مواد پرته له دې چې بدن ته ګټه ورسوي زیان رسوي، له ډېرو خوړو وروسته له یخو اوبو څښلو باید په جدي ډول ځان وساتل شي په ځانګړي ډول له ګازي مشروباتو څخه ځکه چې د خوړو په هضم کې وروسته والی راولي.
پوهانو زیاته کړې چې له خوړو وروسته اوبه باید په مناسبه کچه وڅښل شي، که چېرته ډېرې اوبه وڅښل شي معده بې واره کوي او ستونزه پیدا کوي.
د امریکا مایو کلینیک ویلي، اوبه معده کې شته ایسډ نه کموي او نه د هاضمې نظام خرابوي، د خوړو په منځ کې یا وروسته اوبه څښل هاضمه پیاوړې کوي، اوبه په بدن کې د خوړو لویوالی له منځه وړي، د خوړو په میده کولو او په کې شته ګټور مواد مو بدن کې په سمه توګه جذب کوي، په دې ډول اوبه څښل د قبض د ستونزې مخنیوی هم کوي.
له دې مالومیږي چې اوبه د هضم نظام له پاره ګټورې دي او له خوړو وروسته هم باید په مناسبه کچه وڅښل شي.



اعلان