مسکو په افغانستان کې د داعش د نفوذ د مخنیوي هڅې کوي

سيمه او نړۍ

مسکو په افغانستان کې د داعش د نفوذ د مخنیوي هڅې کوي

252

روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې د مخنیوي او پر هغوي د بندیزونو لګولو له پاره به د ملګرو ملتونو میکانیزم وکاروي، تر څو یې په افغانستان کې د نفوذ مخه ونیول شي.
د العالم خبري چینل د راپور له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا د روسيې اونیزې خبرپاڼې ته د پنجشنبې په ورځ ویلي، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د داعش ډلې په فعالیت پېل کړی او د پرمختګ پر لور روانه ده، مسکو د دې ډلې د مخنیوي له پاره په بهر کې هڅې پېل کړي تر څو د ملګرو ملتونو له خوا پرې بندیزونه ولګول شي او هر هغه څوک په نښه شي چې د داعش ډلې سره تړاو لري.
نوموړې زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه باید وهڅول شي چې د داعش په اړه مناسبه پریکړه وکړي او په ګډه دا ګواښ له منځه یوسي، پر هغوي بندیزونه ولګول شي، په بانکونو کې یې شتمني ضبط او له سفرونو منع شي.
د ګډ امنیتي تړون مشر انتولي سیدوروف تایید کړې چې دوه نیم زره د داعش وسله وال له سوریي څخه افغانستان او پاکستان ته د یو کال په موده کې استول شوي دي، ځکه هغوي خپله راتلونکې په افغانستان کې ویني.



اعلان