پومپیو ایران ته ګواښ کړی: د ترهګرو روزونکي هېواد سره به زر حساب وکړو

راپورونه

پومپیو ایران ته ګواښ کړی: د ترهګرو روزونکي هېواد سره به زر حساب وکړو

353

امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د جمعې په ورځ ایران ته خبرداری ورکړی چې واشنګټن به په چټکۍ سره د ایران پر ضد بریدونه پیل کړي، د امریکا د ګټو د ساتلو له پاره یې پوځونه چمتو دي.
پومپیو د سي ان ان تلویزیون ته په خبرو کې ویلي، موږ د ایران اسلامي جمهوریت ته خبرداری ورکړی چې د امریکا د متحده ایالاتو د ګټو پر ضد دې د ځواک له کارولو ډډه وکړي، خو هغوي د امریکا ګټې په نښه کوي، موږ د خپلو ګټو د ساتنې په موخه هر ډول برید ته چمتو یو او هېڅکله به تهران ته اجازه ورنه کړو چې د امریکا ګټې تر برید لاندې راولي، ایران باید د تېرو کړنو مسوولیت ومني، خو که چېرته یې پوځي کړنې پېل کړې حساب به ورسره وکړو.
د امریکا یو لوړ پوړي دیپلومات په عراق کې د امریکا پر تاسیساتو د بریدونو پړه پر ایران ورواچوله، همدارنګه سپینې ماڼۍ هم ایران په عراق کې د ترهګرو په روزنه، د وسلو په ورکړه او په ملاتړ تورن کړی دی.
پومپیو د ګواښونو په ځواب کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د ټرمپ اداره سیمې له پاره رښتینی ګواښ بللې.
ظریف په خپل ټویټر حساب ویلي، دا سمه ده چې سیمې او نړیوال امنیت پر وړاندې رښتیني ګواښونه شتون لري، خو د ټرمپ اداره د نړۍ امن له پاره یو رښتنی ګواښ دی، ځکه هغوي نړۍ ته د امن پر ځای جنګ او ناامني راولي، د امریکا متحده ایالات باید د یو طبیعي دولت په څېر کړنې ترسره کړي.



اعلان