د بډه بیر پاڅون / صفیه حلیم

د پرون کيسه

د بډه بیر پاڅون / صفیه حلیم

416

په ۹ مې ۱۹۸۵ م د سره صلیب (ریډ کراس) نړي وال استاځې “ډیویډ ډیلا لارنټس” په اسلام اباد کې د شوروي اتحاد (روس) سفارت ته ورغلو. سفیر ته يې خبر ورکړو چې په ۲۷ اپریل “بډه بیر” کې ټول روسي قیدیان په یوې چودنې کې وژل شوي وو.
د ۱۹۸۰ م راهیسې د صوبه سرحد مهاجر کیمپونه د افغان جهادي ډلو په لاس کې وو. دغو ډلو بهرني نړۍ ته د جنګ د راپورونو، مهاجرو په اړه معلومات او سیاسي بیانیو ورکولو نه علاوه د افغانستان پوځ تسلیم شوي عسکر هم په خپلو زندانونو کې ساتل. دغه کار کې ورسره د پاکستان استخبارات مله وو. د پیښور نه ۶ کلومیټر جنوب کې بډه بیرې کیمپ د افغانستان “جمعیت اسلامي” په لاس کې و.
په ۱۹۵۸ م کې امریکایانو په بډه بیرې کې د جاسوسۍ یوه اډه جوړه کړې وه چې تر ۱۹۷۰ م پکې پاتې وو. په افغانستان د روسانو د حملې نه وروسته، په فروري ۱۹۸۰ م کې د بډه بیرې د اډې یوه برخه کې د امریکې، چین او د مصر پوځي روزونکي میشت وو. دوی به هره ورځ “سره شګه” نومې کلي ته ورتلل چې هلته په یوې نوې جوړې شوې کلا کې د احمد شاه مسعود مجاهدینو ته د نویو وسلو چل وښایی. دغه وسله د کلا په یو ګودام کې يې ساتله او تر ټولو لوړ برج يې د مخابراتو کوټه وه. په وسلتون کې ۲ میلینو نه زیات توغندي، مشین ګن، بمونه، ټوپکې او نوره پرمخ تللي وسله پرته وه چې د امریکه په پېسو يې اخیسته او په عامو لاریو کې ورته راوړل کیده.
نړۍ وال میډیا ته د پاکستان له خوا ویل شوي وو چې لکه د نورو ځایونو، په بډه بیر کې هم د افغان “مهاجرو” کیمپ جوړ دی. تر ۱۹۸۵ م د “سرې شګې” د کلا یوه برخه کې جنګي قیدیان هم ساتل شوي وو. شا و خوا ۴۰ افغانان چې د “خاد” ایجنټ ګومان پرې کیدو او ۱۲روسي قیدیان هلته بند وو. په روسانو کې ۳ تنو چې په ۱۹۸۳ م کې يې نیولي وو، په ظاهره اسلام دین منلې و. د دغو بندیانو نه به يې ټوله ورځ سخت کارونه اخیستل لکه د تیږو ماتول، د ګولیواو بارودو ډبلي یو خوا بل خوا وړل. ماښام له ډوډۍ وروسته به يې دوی پخپلو کوټو کې بندول. مجاهدینو چې څه پخپله خوړل، هم هغه به يې دوی ته هم ورکوو.
د روس جاسوسي اداره “کی جي بي” په دې خبره وه چې د بډه بیرې کیمپ د افغان مجاهدینو د دمې او د تربیت ځای و. دا هم ورته معلوم وو چې د دوی بندي پوځیان د پاکستان په یو نامعلوم ځای کې ساتل شوي وو خو په سرکاري توګه يې دا نه منل چې دوی افغانستان کې جنګ کوو. بل خوا د پاکستان پوځي مشر تابه هم هغه وخت دا نه منل چې دوی په افغان جهاد کې څه لاس لرلو.
یو زنداني روسي افسر، “وکټوردوهوچینکو” د مجاهدینو د خصلت او د دوی کارونه څارل چې دوی څه کوي. د ماښام ازان سره به ټول په هیړه هغه میدان کې په لمانځه ودریدل چې هره ورځ يې پکې ورزش او پریډ کوو. هم هغه وه چې “وکټور” د نورو څو قیدیانو سره د کلا نه د تیښتې پلان جوړ کړو.
د اپریل په ۲۶ نېټه ۱۹۸۵ م هلته میشت ۷۲ مجاهدینو نه ۷۰ د ماښام لمانځه ته لاړل او ۲ تنه د دوی څارنې له پاتې شول چې یو ورته ډوډۍ راوړله. وکټور د ډوډۍ اخیستو په وخت هغه کس وپرزولو او د خپلې کوټې نه بهرشو. نور ملګري يې هم خوشې کړل او ټولو د وسلتون نه هر څه چې يې لاس ته ورتلل، واخیستل. وکټور غوشتل چې د مخابرې برج ته ورشی او هلته نه په افغانستان کې میشت خپل پوځ ته پیغام ورواستوي. تر څو چې مجاهدین خبریدل، د کلا مهمه برخه د قیدیانو په لاس کې شوه. د مجاهدینو نه هر کس چې ورنزدې کیدو، په هغه يې ډزې کولې. وروسته داسې اندازه وشوه چې ممکن د ماښام په خړه کې دوه روسي پوځیان وتښتیدل او افغانستان ته يې ځان ورساو.
د شپې ۹ بجې د جمعیت اسلامي مشر، برهان الدین رباني د بډه بیرې کلا ته ورغلو او د قیدیانو سره يې خبرې پېل کړي. ۱۱ بجې د احمد شاه مسعود رجمنټ – خالد بن ولید” د کلا چاپېره درنو وسلو سره ځای په ځای شو. په ګودام کې ۲ میلینه ګولۍ، بمونه او د ټانک ضد راکټ پراته وو. د پاکستان پوځ په رباني زور راوړو چې د خبرو د لارې قیدیان ورته ځان وسپاري.
رباني د قیدیانو سره لوظ وکړو چې که دوی د جنګ نه لاس واخلي نو ژوند به يې ژغورلې وي. خو هغوی پرې باور نه کوو. غوښتنه يې وکړه چې په پاکستان کې روسي او افغان سفیران او د نړۍ وال سره صلیب استاځي دې ورته راشي. ګواښ يې وکړو چې که دا خبره يې و نه منل شوه نو ګودام ته به اور ورته کړي. رباني د قیدیانو غوښتنې رد کړې او محاصرې دوام وکړو. ترهغې د پاکستان، ټانکونه او توپچي قواوې هم را ورسیدې. د پاکستاني پوځ یو هیلي کوپټر بره نه حالات څارل او هوای پوځ ته د تیاراوسیدو امر وشو. امریکایی مشاورینو ورسره د پوځي عملیاتو لپاره صلاح کوله چې ” آپریشن سایکلون” نوم يې ورته ټاکلې و.
یو څو وارې مجاهدینو ډزې وکړې خو قیدیانو سخت مقاومت کوو. د دوی مقابلې ته یو پرمخ تللې ځواک او لس چنده پوځیان ولاړ و خو ځانونه يې نه سپارل. وکټور د خپل ملک سفیر غوښتو او پاکستان په هېڅ ډول دا نه منل.
د پاکستان د پوځ کرنل او د آی ایس آی مشر محمد یوسف وروسته خپل کتاب کې ولیکل چې ممکن دغه پیښه ډېر ژر د دوی له کنټرول بهر شوی وای او یا نړۍ وال شخړه ترې جوړه شوی وای.
په ۲۷ اپریل ۱۹۸۵ م سهار ۸ بجې کله چې رباني د قیدیانو سره په خبرو اترو بوخت و، یوڅو مجاهدینو چت ته د ورختلو کوشش کوو خو له دننه يې پرې توغندي وویشتل چې یو کس پرې مړ او د استاد رباني باډي ګارډ ټپي شو.
دلته دوه ډول شواهد دي، یو دا چې په جواب کې یو مجاهد سمدلاسه، آړ – پي جي ۷ راکټ کلا لوري ته وویشتلو او نور وایی چې استاد رباني په قهر یو کس ته د راکټ ویشتلو امر وکړو. هر څه چې وو، د کلا په وسله تون کې یو درز وشو چې ګولۍ، توغندو او بارود اور واخیستو. د دې اورغرغنډې ۴ میله لیرې هم لیدی شوی. ځینې قیدیان لاس په سر بهر وځغستل خو دوی يې ژوندي نیولو په ځای، مجاهدینو پرې ډزې کولې او ټول يې ووژل. په دې توګه هیڅوک د پیښې حال ویلو ته پاتې نشو.
د روسانو په اندازه په کیمپ کې هغه وخت ۳۰۰۰ کسان موجود وو چې په هغه شپه ترې ۱۲۰ افغان مجاهد، ۹۰ پاکستاني پوځیان، او ۶ بهرني روزونکي ووژل شول. نور د ۱۰۰ افغان مجاهدین، ۹۰ پاکستاني پوځیان چې ۲۸ پکې افسران وو، ۱۳ پاکستاني ملکي افسران او ۶ امریکاي روزونکو د وژنې خبر ورکوي. د امریکې کونسلیټ خپل خارجه وزارت ته یو پیغام ورواستاو چې ۳ شورویان په تیښته کې کامیابه شول.
امریکایی خارجه وزارت وروسته خپل راپور کې وویل چې د ” مهاجرو دغه کیمپ، په یو مربع میل زمکه کې د راکټو او ګولیو ټوټې، ماینونه او انساني غړي یو ځای د دېریو په حالت کې پراته وو. په ۲۸ اپریل ۱۹۸۵ م د شوروي د سپوږمکۍ نه اخیستل شوې عکس، د پیښې په ځای ۸۰ میټر لویه کنده ښایی.
د چودنې په بله ورځ د پاکستان صدر ضیاءالحق ددې پیښې ټول معلومات خفیه ساتلو امر وکړو. خو تر هغې د پیښور “سیفایر” نومې جریدې د دې خبرخپور کړې و. د دې ټولې کاپیانې پوځ ضبط او وې سیزل.
بیا ” دي مسلم” اخبار د دې خبر ورکړو چې نورې میدیا ترې کاپي کړو. د امریکه غږ ریدیو خبر ورکړو چې په بډه بیره کې یوې لوی چودنې بې شمېره قید روسي او د افغان پوځ غړي ووژل. په یورپ کې ژورنالیسټانو ولیکل چې په یو “نا انډول” جنګ کې څو قیدیانو بې شمیره وسله والو سره په میړانه جنګ وکړو او تر وروستیو يې سنګر پری نه ښود.
په افغانستان کې جنګیدونکو ډلو ته د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار مشوره دا وه چې، روسي پوځیان مه نیسئ…هم هلته يې وژنئ.
د سره صلیب له خوا په اسلام اباد کې روسی سفارت ته د دې پیښې په اړه د خبر نه وروسته، په ۱۱ مې د شوروي سفیر ” ویټالی سمیرنوف” د پاکستان صدر ضیاء الحق ته خبردارې ورکړو چې ددې وژنو ټوله پړه د پاکستان په غاړه وه. هغه ګواښ وکړو چې د افغان حکومت خلاف حملې به د شوروي خلاف جنګ ګڼل کېږي. په ۱۶ مې ۱۹۸۵ م په ملګرو ملتو کې د افغانستان حکومت مستقل استاځي، مشرمنشي ته د دې پیښې په اړه یو راپور ولیکلو چې په عمومي اسمبلۍ او سلامتي کونسل کې په ټولو غړو يې ووېشلو.
په ۱۹۸۷ م کې روسانو د غچ اخیستو لپاره د افغانستان په بیلا بیلو ځایونو کې ۲۳۴ مجاهد ووژل. دویم ګوزار يې په پاکستان وکړو او په ۱۰ اپریل ۱۹۸۸ م کې د راولپنډۍ “اوجړی کیمپ” وسلتون په یوې لوی چودنې تباه شو. په دې کې د ۱۰۰۰ نه زیات خلک ووژل شول. په ۱۷ اګست ۱۹۸۸ م ضیاءالحق او امریکایی سفیر د بهاولپور سره نزدې په یوې الوتکې کې ووژل شول چې ګومان کېږي د روسانو کار و.
په ۱۹۹۲ م کې د پاکستان خارجه وزارت روس ته د هغو شپږو پوځیانو نومونه ورکړل چې په بډه بیرې کې وژل شوي وو. په ۱۹۹۴ م کې روسانو د دې پیښې په اړه یو هنري فلم جوړکړو چې ” پشاور والز” نومیدو. په ۲۰۰۲ م کې هم دغه فلم په انګریزي ژبې ” د افغانستان نه تېښته” ویډیویی بڼه کې خپور شو.
که څه هم د پاکستان او د روس اړیکې اوس ښې دي خو د بډه بیرې پیښه له روسانو هیره نه ده. د هغه پیښې یو مسئول اوس په امریکه کې ژوند کوي او روسان غواړي چې د امریکې په حکومت د هغه د نیولو لپاره زور راوړي.
سرچینې
۱.د بډه بیر پاڅون او د دې اغیز. الیګزانډر سیتنیکوف، روسکایا سیمیروکه. ۶ مې ۲۰۱۵ م.
۲. افغانستان (د یږې لومه) د یو لوی ځواک ماتول. ډګروال محمد یوسف او مارک ادکین.۱۹۹۲ م.

د لیکوالې له بلاگ څخه



اعلان