برژنسکي څنګه د افغانستان په بیه پولنډ وژغوره؟

نظر او تحليل

برژنسکي څنګه د افغانستان په بیه پولنډ وژغوره؟

703

«د برژنسکي ستراتيژيک عقل: يوه پولنډي څنګه د افغانستان په ورانولو خپل هېواد وژغوره؟!» د مسېسېپي پوهنتون ته وړاندې شوې رساله يا تيسېز دی چې د افغانستان په تاريخ کې پر يوه ډېر مهم تاريخي باب ليکل شوی او ارزښتناک حقايق يې افغانانو او نړۍ ته رابرسېره کړي، چې افغانانو ته د داسې حقايقو پېژندل ډېر اړين دي؛ ځکه تاريخ د راتلونکي هنداره ده او دوست و دښمن په کې پېژندل کېږي.
د ۱۹۷۹ ميلادي کال په وروستيو کې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان بريد وکړ. د شوروي اتحاد پلمه دا وه چې په افغانستان کې د سي آی اې د لاسوهنې مخه ونيسي، هغه وخت کې دغه پلمه چا ته د منلو وړ نه وه، خو په ۱۹۹۶ ميلادي کال کې د سي آی اې د پخواني مشر، رابرټ ګېټس د خاطراتو کتاب «From the Shadows» کې وويل چې امريکا د روس له حملې شپږ مياشتې مخکې، د ۱۹۷۹ ميلادي کال د جولای په درېيمه نېټه د امريکا ولسمشر جيمي کارټر له مجاهدينو سره پټه مرسته لاسليک کړه. همدارنګه د امريکا د وخت د ملي امنيت مشاور، زبګنيو برژنسکي په ۱۹۹۸م کې په يوه مرکه کې تاييد کړه چې له مجاهدينو سره د امريکا مرسته د روس له يرغله مخکې پيل شوی و.
جورنالېست له زبګنيو برژنسکي پوښتنه وکړه چې د رابرټ کېټس د خاطراتو د کتاب هغه معلومات چې د شوروي اتحاد له بريده مخکې له مجاهدينو سره د امريکې د مرستې په اړه ليکل شوي تاييدوي؟، برژنسکي يې ځواب کې وويل: «هو، د سي آی اې د رسمي ريکارډ له مخې، له مجاهدينو سره د سي آی اې مرستې په ۱۹۸۰م کلونو کې پيل شوې، يعنې د شوروي له يرغله وروسته يې مرستې پيل شوې، خو حقيقت تر اوسه پټ ساتل شوی و. په حقيقت کې د ۱۹۷۹م د جون په درېيمه نېټه ولسمشر جيمي کارټر د روس پلوه حکومت ضد مجاهدينو سره پټه مرسته لاسليک کړه. په همدې ورځ مې جيمي کارټر ته وليکل چې دغه مرسته به افغانستان کې د شوروي پوځي يرغل پيل کړي.»
جورنالېست وروسته پوښتنه وکړه چې په خپلې کړنې خو پښېمانه نه وي. برژنسکي وويل: «په څه پښېمانه شم؟ مخفي کار کول يوه ښه نظريه وه. د دې اغېزه دا شوه چې شورويان يې د افغانستان په دام کې ګير کړل او ته غواړي چې زه پښېمانه شم؟ په کومه ورځ چې شورويان رسما له حدودو تېر شول، په هماغه ورځ مې ولسمشر کارټر ته وليکل چې د ويټنام جګړې د انتقام ښه وخت دی..»
برژنسکي او امريکايان، افغانستان ته د روسانو په راتلو خوښ وو، آن که د مجاهدينو په صفونو کې وروسته داسې کسان او ډلې رامنځ ته شوې چې بيا له امريکې سره لاس او ګرېوان شول، خو امريکايان دغو دښمنانو ته دومره اندېښنه نه لري، څومره چې د شوروي ماتې ته خوښ دي. همدغه جورنالېست له برژنسکي پوښتنه وکړه چې د شوروي ماتولو په نتيجه کې ترورېستان هم رامنځ ته شول، تاسې د ترورېستانو په روزلو او ملاتړ پښېمانه نه ياستئ؟ برژنسکي وويل چې د نړۍ په تاريخ کې څه ډېر مهم دي؟ طالبان او که د شوروي اتحاد؟ ځينې باغي اسلامي ډلې او که د مرکزي اروپا آزادي او د سړې جګړې پای؟
روسان هم پوهېدلي وو چې پر افغانستان يرغل د دوی په ګټه نه دی او کېدای شي افغانستان دوی ته ويټنام شي، ځکه خو يې د نور محمد تره کي مکرره غوښتنه رد کړه. د هرات له پاڅونه وروسته نور محمد تره کي د شوروي له سترې سياسي څېرې، کوسيګين غوښتنه وکړه چې د شوروي پوځيان افغانستان ته واستوي، خو کوسيګين رد کړه او تر پايه په خپل موقف ولاړ و، ځکه پوهېده چې افغانستان شوروي اتحاد ته د امريکې دام دی.
عموما د امريکايانو هدف دا و چې شوروي افغانستان ته راولي او د ويټنام جګړې غچ ترې واخلي، دوی ته مهمه نه وه چې روس افغانستان ورانوي، عام خلک وژني، هر څه له منځه وړي او بله هره نادوده کوي، خو چې د ويټنام غچ واخلي او سړه جګړه همدلته پای ته ورسوي!
د امريکا موخه شوروي اتحاد ته کلک ګوزار ورکول او د يکه تاز قوت پاتې کېدل وو، خو دغه تيسز ادعا کوي چې پر افغانستان د شوروي اتحاد د بريد پر مهال په پولنډ کې حالت خراب شوي وو، روس خپل پوځيان پولنډ ته لېږدول او هلته يې بيا تباهي کوله، برژنسکي چې اصلا پولنډی و، د خپل ملتپالنې احساس له مخې يې شوروي اتحاد په افغانستان کې بوخت کړ، څو پولنډ د دوی له يرغله خوندي پاتې شي!
د کتاب ليکوال ته پرژنسکي ليکلي وو چې له مجاهدينو سره په مرسته کې د ده «نور ستراتيژيک او شخصي عوامل» هم وو. ليکوال له دغې جملې داسې فهم اخلي چې د پرژنسکي «نور ستراتيژيک او شخصي عوامل» د پولنډ ساتنه وه، دی وايي چې برژنسکي له سي آی اې معلومات تر لاسه کول چې په پولنډ کې حالات د اندېښنې وړ وو او د شوروي اتحاد يرغل احتمال ډېر و، نو د برژنسکي ستراتيژيک عقل د پولنډ د ساتنې په موخه افغانستان ډېر ښه وکاراوه!
دغه ادعا کېدای شي ځينو ته دقيقه او پر ځای ښکاره نه شي، خو چې د برژنسکي ژوند ته وکتل شي، دغه ادعا تقویه کېږي او آن د حقيقت تر حده رسي.
زبګنيو برژنسکي په ۱۹۲۸م کال کې د پولنډ په وارسا کې په يوه وطنپاله و ملتپاله کورنۍ کې زېږېدلی. پلار يې ډپلومات و، او د پولنډ-روس جګړه کې د روسانو مقابل کې جنګېدلی هم و. په ۱۹۳۸م کې يې کورنۍ کاناډا ته لاړه. په ۱۹۳۹م کې پولنډ د روس او جرمني له خوا ونيول شو، د دوی سيمه د روس له لورې ونيول شوه، نو د دوی کورنۍ هم خپل ځای او کور ته نه شوه راګرځېدلای.
برژنسکي د ماستري او دوکتورا رسالې د شوروي اتحاد په هکله وليکلې او د هغوی ظلم او غير طبيعي جوړښت يې په کې وراټه، چې د برژنسکي د وطنپالنې نښه ده او ښکاره کوي چې دوی د خپل هېواد او يرغلګر له موضوعاتو سره سرسري تعامل نه دی کړی، همدارنګه دغو تيسزونو په امريکا کې چې د روسي بلاک مخالف و، د خلکو توجه برژنسکي ته وګرځوله.
په ۱۹۵۸م کې يې د امريکا تبعه شو او د هارورډ پوهنتون کې استاد شو. هلته يې هم د شوروي اتحاد په اړه د اتحاد او شخړې په نامه کتاب وليکه. د تېرې پېړۍ په شپږمه لسيزه کې د امريکايي ولسمشر جان ایف کینیدی د کمپاين مشاور شو. کتاب ليکلو او سياسي فعاليتونو برژنسکي ته په امريکايي سياسي ادارو کې لار خلاصه کړه او مختلفې دندې يې سر ته ورسولې. له څو مختلفو دندو وروسته په ۱۹۷۶م کې د جيمي کارټر د ملي امنيت مشاور شو.
کله چې د زبګنيو برژنسکي لومړي ژوند او بيا وروستيو مواقفو ته وکتل شي، د ده وطنپالنه او له شوروي سره دښمني په کې ښکاره ده. «د بژنسکي ستراتيژيک عقل» ليکوال وايي چې د برژنسکي د وطنپالنې احساس او ډپلوماتيکې زيرکتيا روسان د پولنډ له اشغالولو او ورانولو د افغانستان په لور راوګرځول او برژنسکي خپله هم کنایتا دغه دعوا منلې.
د برژنسکي هېوادپالنه به له مجاهدينو سره د شوروي له حملې مخکې مرسته کې يو پټ تاثير لري، خو امريکا ته د پولنډ ساتل او د افغانستان ورانول مهم نه وو، امريکا يوازې يو هدف لاره، هغه دا چې له شوروي اتحاده د ويټنام غچ واخلي او سړه جګړه پای ته ورسوي، چې په پايله کې يې امريکا د نړۍ يوازې يو زبرځواک پاتې شي، چې همداسې وشول.
امريکا د خپل ستراتيژيک دښمن د له منځه وړلو له پاره د افغانستان خاوره استعمال کړه، شورويان يې دلته قصدا راوستل چې خپل هدف پوره کړي، چې د افغانستان د تباهۍ او اوږدې او دوامدارې بې ثباتۍ لامل شو. نن امريکا د بشرپالنې په شعارونو کې تر نورو مخکې ده، خو همدا افغانستان کې چې دوی د بشرپالنې نارې پورته کوي، په لکونو او مليونو کسان د همدوی د بشردښمنه پاليسيو په نتيجه کې له منځه لاړل او لا هم په همدغه پلمه وژل کېږي.
د افغانستان په اړه د امريکا دغسې تور تاريخ او ظالمانه مواقفو په اړه به افغانسان څه ډول موقف ولري؟ او لا به هم د دوی په ښکلو شعارونو غولېږي؟! دا د افغانان بصيرت پورې اړه لري!



اعلان