ملي امنيت تسليم شويو طالبانو ته څو افغانۍ ورکوي

راپورونه

ملي امنيت تسليم شويو طالبانو ته څو افغانۍ  ورکوي

3020

له هغه وخته چې د سولې شورا په نوم دولتي ارګان را مېنځ ته شوی، ورسره خواکې د ملي امنيت ادارې له دولت سره يوځای کيدونکو طالبانو ته باجونه ورکړي دي او په دې کې پراخې درغلۍ هم شوي دي.

تردې چې د تسليم شويو طالبانو په نوم عامو افرادو هم پیسې ترلاسه کړې دي.

په دې درغلیو کې پخپله د سولې شورا پخوانۍ غړي او مشران هم لتاړ پېژندل شوي دي.

د روان کال په سر کې دولت اعلان وکړ چې نور به د سولې په نامه چاته باج نه ورکول کيږي، ځکه چې په دې نامه پراخې جعل کارۍ، درغلۍ او بې ځايه لګښتونه شوي دي.

د ملي امنيت اداري د بهرنيو کړيو په مرسته له طالبانو چلا کیدونکې او مرورو کسانو ته په مستقیم او نامستقیم ډول پیسې، کورونه او وسلې ورکړې دي.

همداراز ملي امنيت د سعودي حکومت په مرسته د حج اوعمري ټکټونه، ویزې او هلته د طالب غورځنګ نه د فاصله نيوونکو زړو طالبانو لپاره ناستې هم برابرې کړې دي.

ځینې راپورونو او اسنادوکې خو دا هم ويل شوي چې په قطر، دوبۍ او پاکستان کې هم يو شمير پخوانيو او ټیت رتبه طالب مشرانو ته په پټه باجونه استول شوي دي.

مګر افغان حکومت د دغو مصارفو په اړه پوره مطمئن نه دي چې ايا دا پیسې پرځای لګول شوې او که هسې ضایع شوې دي.

دا وخت کابل کې څو نوم لرونکې طالبان د ملي امنيت په همکاري فعاليت کوي، چې يو يې هم د طالبانو پخوانی د ماليې وزیر اغاجان معتصم دی.

د ملي امنیت د ادارې مشر د معتصم اغاجان په اړه شکایت کړی چې فعالیت يې واضح پایلې نه لري خو بار بار پیسې غواړي او د ده پاکستان ميشته پلويان هم مخلص نه دي ،ښاغلی معتصم د کابل وزير افغان مينه کې اوسي، دولت ورته امنیتي ګارډ ورکړی او د ده او پلويانو لپاره د مصارفو پیسې هم ورکوي.

د ښاغلي حامد کرزي د واکمني پرمهال چې اغاجان معتصم له دولت سره له يوځاي کيدو وروسته ترکې ته لاړ، نو مصارف يې د افغان سفارت لخوا پرې کيدل.

هغه ته د شخصي مصارفو نه علاوه د میاشتې نږدې ١٥زره امريکايي ډالر د خپلو خاصو پلويانو لپاره ورکول کيدل.

چې هغه په دې کې خپلو ۵تنه ملګرو ته د مياشتې درې درې زره ډالر ورکول، خو د هغه ملګري چې په پاکستان کې اوسیدل اوکله کله به دوبۍ ته هم تلل، چندان فعال نه وو، بلکې يواځې سري سري حرکتونه به يې کول او د سولې لپاره به يې له ظاهري حرکتونو پرته څه لاس ته راوړنې نه لرلې.

بل پلو د هغه پلويانو له طالبانو سره هم اړيکې لرلې او ده ته پوره وفاداره هم نه و.

يواځې له ده نه پيسې ترلاسه کول هدف و۔

له همدې امله له ۷کالو تيريدو وروسته هم دولت ته معتصم تش د اوږو بوج ښکاري.



اعلان