ملګري ملتونه: يمنيان د لوږې له امله له بربادۍ سره مخ دي

راپورونه

ملګري ملتونه: يمنيان د لوږې له امله له بربادۍ سره مخ دي

190

بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيال مارک لوکوک خبر ورکړی دی، چې يمن کې بشري وضعيت د لوږې له امله ډله‌ييزې بربادۍ ته رسېدلی دی.

لوکوک پرون د امنيت شورا نړيوالې غونډې ته د منځني ختيځ د وضعيت په اړه خبرې وکړې، هغه وويل: «امنيت شورا يمن کې د انساني وضعيت په اړه معلومات وغوښتل، په لنډو ټکو وايم چې وضعيت خورا خراب دی.. موږ د لوږې پر وړاندې جګړه بايلو».

لوکوک دې ته اشاره کړې، چې وضعيت په وروستيو اوونيو کې په هيښوونکي ډول خراب شوی، هغه زياته کړه: «ښايي اوس داسې نکتې ته رسيدلي يو چې ترې بېرته راګرځېدل او د لوږې له امله هېواد کې د ډله‌ييزې بربادۍ مخنيوی ناشوني وي».

دغه نړيوال چارواکي په ډاګه کړې ده، چې هېواد کې خوراکي توکي ټول واردېدونکي دي، چې له امله يې بيې خورا لوړې دي، دا په داسې حال کې ده، چې د يمن ۱۰ مليونه وګړي له خوارځواکۍ سره مخ دي، خو د مرسته کوونکو له پوښښه بهر دي.

يمن کې د سعودي په مشرۍ ايتلاف د حوثيانو پر ضد جګړه پر مخ وړي، دا جګړه ورځ له بلې اوږدېږي، چې له امله يې يمنيان له ورته ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. ملګري ملتونه وايي، چې ۲۲ مليونه يمنيان چې د هېواد ۷۵ سلنه جوړوي، بېړنيو بشري مرستو ته اړ دي.



اعلان