ټرمپ: د منځني ختیځ د هېوادونو ساتنه د تیلو په بدل کوو؛ له موږ پرته هغوي خوندي نه دي

سيمه او نړۍ

ټرمپ: د منځني ختیځ د هېوادونو ساتنه د تیلو په بدل کوو؛ له موږ پرته هغوي خوندي نه دي

748

امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د منځني ختیځ له هېوادونو غوښتي چې د تیلو کچه زیاته کړي تر څو په امریکا کې د تیلو بیې ټیټې شي، همدارنګه امریکا د منځني ختیځ د هېوادونو دفاع د تیلو په بدل کوي، د تیلو صادرونکو هېوادونو سازمان (OPEC) به د تیلو نوې بیې وټاکي.

د ار ټي عربي د راپور له مخې ټرمپ په خپل ټویټر حساب ویلي، موږ د منځني ختیځ د هېوادونو ساتنه کوو، له موږ پرته هغوي خوندي نه دي، خو هغوي د تیلو بیې لوړې کړي دي، موږ باید په یاد ولرو چې د تیلو صادرونکو هېوادونو سازمان اوس د تیلو بیې ټیټوي.

د ټرمپ ټویټ د اوپیک د مشرانو او د تیلو تولیدونکو هېوادونو تر منځ په الجزایر کې د ګډې غونډې په اړه و چې څو ورځې وړاندې ترسره شوې وه.

په ياده غونډه کې یې د تیلو تولیدونکو هېوادونو له مشرانو غوښتي چې د تیلو بیې ټیټې کړي، همدارنګه دوی د ایران په اړه د بندیزونو او وینزویلا د تولیداتو د کمښت په پایله کې د تیلو د بیې د لوړوالي له امله ویره ښکاره کړه او بیا له سره یې د تیلو بیې د ټاکلو غوښتنه وکړه.

خو مالومه نه ده چې د ټرمپ د ګواښونو تر شا څه دي او د تیلو تولیدونکي هېوادونه به کومې پایلې ته ورسیږي؟



اعلان