د هوایي سفر پر مهال ویده کېدل روغتیا ته زیان رسوي

روغتیا

د هوایي سفر پر مهال ویده کېدل روغتیا ته زیان رسوي

492

روغتیایي پوهانو ویلي، الوتکه کې د سفر پر مهال د لږ خوب له امله هم انسان یو څه له لاسه ورکوي.

د امریکا هارورډ روغتیایي ښوونځي کې د یوې روغتیایي څېړنې پایلې ښودلې چې په هوایي سفر کې خوب کول روغتیا ته زیان رسوي، ځکه الوتکه په ناڅاپي ډول ښکته پورته کیږي، چې له امله یې د انسان د غوږونو په پردو اغېز کوي او د اورېدلو توان ته زیان رسوي، همدارنګه د اورېدو توان په پوره ډول له منځه تلل هم شوني دي.

د الوتکې په لوړ الوت کې چې په ناڅاپي ډول بدلون راشي د ډېرو خلکو په غوږونو بد اغېز کوي او کېدلی شي چې د غوږونو پردې یې له منځه یوسي.

په الوت کې د بدلون راتللو سره ځینې وخت اواز او شور دومره ډېر وي چې غوږ یې د اورېدلو توان نه لري، په داسې حالت د ډېر اواز او شور د کنټرول له پاره د غوږ او ستوني تر منځ یوه نرې لار ده چې د (Eustachian tube) په نوم یادیږي باید خلاصه وساتل شي تر څو مو پر غوږونو د اواز او شور فشار کم شي.

د خوب په وخت کې دا لار تړل شوې وي او د شور فشار پرلپسې د غوږونو پر پردو اغېز کوي، د وخت په تېریدو سره غوږ درد پیدا کوي او د اورېدلو توان له لاسه ورکوي.

څېړنه کې ویل شوي چې له دې ستونزې څخه د ځان ساتنې له پاره ویښ پاتې کېدل اړین دي او باید په الوتکه کې د سفر پر مهال له ويده کېدلو ځان وساتل شي، همدارنګه د الوتکې د عملې له خوا د الوتکې د پورته یا ښکته کېدلو په وخت کې د هغوي اعلان ته باید بیدار واوسي.



اعلان