پاک۔ افغان ديپلوماسي د پرديو سياستونو ښکار ده

نظر او تحليل

پاک۔ افغان ديپلوماسي د پرديو سياستونو ښکار ده

521

تر ډيره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو او نزاع ماجرا نږدې يوې نيمې پيړې وړاندي پيښو ته ور ګرځي۔

په ١٩مه پيړۍ کې پر سيمه د انګریز راج و.
ټول هند او اوسنی پنجاب يې تر واک لاندي و۔ خو پښتنو هغه وخت لا د بغاوت توغ اوچت کړی و۔
د هند د تحریک ازادي رهبرانو هم ترشا د مرستې ځای او پناګاه د افغانستان غرونه او رغونه ګڼل
بار بار جګړو او په افغان شاه زاده ګانو کې د انګلیس د جاسوسانو ننوتلو افغانستان کافي کمزوری کړی و۔ ان تردي چې د امیر عبدالرحمن خان په واکمني کې افغان حکومت له انګریز ”جنرال ډيورڼډ“ سره يو کرغيړن تړون ته اړ شو او د لوي افغانستان يوه مهمه څنډه د سلو کالو لپاره په برتانوي هند پورې وتړل شوه۔
انګریزان لاړل؛ هند ازاد شو، خو د هند مسلمانانو چې د اوسني پاکستان اکثره اوسېدونکې هم ورسره ولاړ وو۔ له هنده د ازادي تحريک پيل کړ، غوښتنه يې د مسلمانانو لپاره د مستقل هېواد رامنځ ته کول و۔
د مسلم ليګ د ګوند دغه قراداد منظور شو او برطانيه هم د مسلم ليګ د غوښتنې ترشا د يو ستر طاقت په توګه کلکه و لاړه وه۔
خو د پاکستان په جوړښت او جغرافيه د هند مسلمانان هم خپلو کې ټول متحد نه و
۔خو دغه اکثریتي فیصله ومنل شوه او په 1947کې پاکستان د يوه مستقل هېواد په توګه ازاد اعلان شو۔
د افغانستان حکومت د خپلې خاورې د برخليک د پیچيده کيدو له ويرې د دې اعلان هر کلي ونکړ۔ ځکه افغانستان ته اوله ملي مسﺉله د خپلې بایللې خاوري قانوني دوسيه وه، چې انګليسي استعمار په زور اوفشار د سلو کلونو لپاره د ځان کړې وه۔
د افغان حکومت مخالفت خدای مکړه د اسلامي هيواد له
جوړيدو سره نه و او نه هم د پاکستان له مسلمانانو سره و۔ بلکې د جغرافيې له پيچيده کيدو سره يې د خپل حق تلف کیدل نه منل۔
دا مناقشه او مشاجره د اوږده وخت لپاره د دوو مسلمانو هېوادونو ترمنځ د تاو تريخوالې اصلي لامل وه۔
او له همدې کړکيچ نه د دواړو هيوادونو دښمنانو پوره ګټه پورته کړه۔
چې په را وروسته وختونو کې د ډيورنډ لاين موضوع تشه د عاموخلګو د جزباتي کولو او د حکومتونو يوبل ته د نیت خرابيدلو باعثه وګرځيده۔
د شوروي اتحاد له را ببريدو سره د لرو او بر ملتپالو او خلقيانو د ازاد پښتونستان په ناره او جزبه تودو اوبو ته د روسانو د رسولو لپاره کار کاوه.
چې په حقیقت کې روسانو دغه مسايل د يوې وسیلې په توګه کارول او افغان احساساتي ملت پاله په همدې شعار له اوله لا وغوليدل۔
بيا په افغان جهاد کې پاکستان ځيني مغرضانه حرکتونه هم له همدې ويرې کول۔
افغانستان ته د آمريکا له راتګ سره يو ځل بيا بهرنيو کړيو هڅه وکړه چې له همدې نارې نه ګټه پورته کړي او د افغانانو نظرونه د امريکا له عملي او ښکاره يرغل نه مبهم لوري ته واړوي۔
په داسې حال چې د افغانستان فضا او ځمکه د امريکا ترمستقیم فوځي حضور او اغیز لاندي ده، يو شمېر افغانان اوس هم د ازاد پښتونستان د جوړيدو او ډيورنډ لاين له منځه وړلو خبرې کوي او بل لور ته امريکا هيڅکله دې ته اماده نه ده چې په دې قضيه کې د افغانانو ملاتړ وکړي۔
بلکې پر ډيورنډ لاين د اغزن تار د تيرولو پيسې هم پاکستان ته امريکا ورکوي۔
خو د پردې تر شا امريکا په نامستقيم ډول افغانان د غو مسايلو ته ترغیبوي او له احساساتو نه يې پر پاکستان د فشار زياتولو لپاره ګټه اخلي. ترڅو پاکستان اړباسي چې په افغانستان کې د امر يکا د نظامي حضور مرسته وکړي۔
حقيقت دادی چې په دغو شرایطو کې پرته له شکه د ډيورنډ لاین د ګټلو خبري تش خوب وخيال او تقريبا ناممکنه دي .
خو د دغو احساساتي دريځو نو قرباني بیرته د سرحد دواړو غاړوته پراته پښتانه او ټول پاکستانی او افغان ولس دی۔
له همدي امله روزمره په زرګونو افغانان پر سرحدونو توهینيږي او پر اليکټرونيک او سوشل ميډيا د دې دواړو وروڼو ولسونو ځوانان يو بل ته کنځل او بد و رد وايي۔
داسي دوه هيوادونه چې کلچر۔مذهب او تاريخ يې يو له بل سړه تړلی۔ که په بالغ عقل او دقت سره د نورو له مشورې او مداخلې پرته خپلوکې سره لاس ورکړي، نو نه یواځي پر سرحدونو به يې د فوځونو او وسلو درولو ته اړتيا پاتې نشي، بلکې د لويو طاقتونو لپاره به دلته مداخله هم نوره ګرانه شي۔



اعلان