ملګري ملتونه: د جنګ ځپلې سوريې بيا رغول به نيمه پیړۍ وخت ونيسي

راپورونه

ملګري ملتونه: د جنګ ځپلې سوريې بيا رغول به نيمه پیړۍ وخت ونيسي

353

د سوريې لپاره د م م د عامه وژنې پر ضد ادارې سلاکار ”ادما بینګ“ چې تازه يې د سوريې له جنګ ځپلو سیمو نه ليدنه کړې په نيويارک يې يوې خبري غونډې ته ويلي چې د سوريې ښکلي ښارونه او عامه تاسیسات دومره نړيدلې چې بيا رغونه به يې نيمه پيړۍ وخت ونیسي۔

هغه د سوريې پر واکمن بشارلاسد تور پوري کړ ، چې ځواکونه او ملاتړي مليشې يې د سوريې د ملکيانو په عامه وژنه کې لاس لري۔

ښاغلي ادما پر ټولو غاړو غږ وکړ چې سوريه يو ځل بيا له مذهبي تعصبه پاک هيوا وګرځوﺉ۔

هغه زياته کړه چې د سوريې متحد پاتي کيدل له مذهبي تعصبه پاکيدلو ته اړتيا لري۔

ښاغلي ادما بینګ د سوريې لپاره د ترکې او روسيې د نوي تړون هرکلی کړی



اعلان