"مسکو غونډه کې د ګډون د پرېکړې له امله امریکا په طالبانو بریدونه زیات کړي"

افغانستان

457

د افغانستان د ولسي جرګې د امنیتي کمېسیون یو غړی وايي، د مسکو د سولې په غونډه کې د طالبانو د ګډون د پرېکړې له امله امریکایانو په طالبانو بریدونه زیات کړي دي.

جنرال دلاور ایماق سپوتنیک رسنۍ ته ویلي، امریکایانو د افغانستان په شمال کې په طالبانو ځکه بریدونه زیات کړي چې دوی د مسکو غونډه کې له برخې اخیستو سره هوکړه کړې.

تمه وه چې روسیه کې د افغان جګړې په تړاو دغه غونډه به د سپتمبر میاشتې په لومړیو کې جوړه شي، خو د ځنډېدو خبر يې ورکړل شو او اوس ویل کېږي چې ژر به د غونډې نېټه اعلان شي.

جنرال ایماق وايي، وروستیو کې داعش ډله د افغانستان شمال کې فعاله شوه، ځکه لامل يې د داعش پر ځای په طالبانو د امریکا بمباري ده. د ایماق په وینا، امریکا داعش ته هېڅ نه وايي.

ایماق ویلي، د طالبانو زیاتره غړو ته تسلیمي وړاندې کېږي او یا هڅول کېږي چې داعش سره یو ځای شي.

ایماق په افغانستان کې د امریکا او روسيې رول مني او وايي، که چېرې دغه دوه هېوادونه یوې هوکړې ته ورسېږي، نو افغانستان ته به سوله راشي.

ایماق طالبانو سره د روسيې د مرستې په اړه د افغان حکومت ادعاوې رد کړي. نوموړي ویلي، افغان حکومت په دې اړه هېڅ ثبوت نه لري.

امریکا په ځلونو ویلي چې روسیه طالبانو ته وسله ورکوي، خو روسيې يې دغه تورونه رد کړي دي.

 



اعلان