خوست کې د ماشومانو فابریکه؛ هره ورځ شپېته ماشومان زېږي

راپورونه

خوست کې د ماشومانو فابریکه؛ هره ورځ شپېته ماشومان زېږي

583

خوست ولایت کې د بې پولې ډاکټرانو له لوري یوه کنټرولېدونکي زېږنتون کې هره ورځ له شپېتو زیات کوچنیان زېږي. همدا لامل دی چې دغه روغتون ته د کوچنیانو د فابریکې نوم ورکړل شوی دی.

ای ایف پي په خپل رپوټ کې وايي، ښايي د روان ۲۰۱۸ ز کال تر پايه دغه روغتون کې څلور ویشت زره کوچنیان وزېږي.

دغه روغتون په ۲۰۱۲ ز کال کې جوړ شوی چې په ۲۰۱۳ ز کال په کې دولس زره کوچنیان وزېږېدل. په ۲۰۱۷ ز کال کې دغه روغتون کې درې ویشت زره کوچنیان زېږېدلي وو.

د دغه روغتون له جوړېدو سره د مور او کوچني د مړینې په شمېر کې هم کموالی راغلی دی.

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د ماشوم د زېږېدنې پر مهال په کې د مور مړینه زیاته ده.



اعلان