حکومت ته د بلوچانو ګواښ: که افغان کډوالو ته مو تابعیت ورکړ، ایتلاف ماتوو

سيمه او نړۍ

حکومت ته د بلوچانو ګواښ: که افغان کډوالو ته مو تابعیت ورکړ، ایتلاف ماتوو

372

د پاکستان تحریک انصاف ګوند په مشرۍ ایتلافي حکومت کې شامل بلوچستان نېشنل ګوند ویلي، که حکومت افغان کډوالو ته تابعیت ورکړي، نو دوی به له دغه حکومته ووځي.

یاد ګوند له اتو ګوندونو څخه په جوړ شوي ایتلافي حکومت کې درېيم لوی ګوند دی.

د دغه ګوند مرکزي سکرتر جهانزېب جمالدیني دې نېشن ورځپاڼې ته ویلي، که چېرته د تحریک انصاف حکومت له خپل دغه پلان سره مخته لاړ شي، نو بلوچستان نېشنل ګوند ته په حکومت کې پاتې کېدل به ستونزمن وي.

د تېرې یکشنبې په ورځ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان کراچۍ کې وویل چې حکومت به يې پاکستان کې مېشتو افغان او بنګالي کډوالو ته تابعیت ورکړي، خو خان د تېرې سه شنبې په ورځ پارلمان ته په وینا کې وویل چې د کډوالو په اړه مو پرېکړه نه ده کړې او په دې اړه به له مشورو وروسته پرېکړه وکړو.

د بلوچانو یاد او نور قومي ګوندونه فکر کوي چې افغان کډوالو ته تابعیت ورکول به بلوچستان ایالت کې د نفوسو شمېر کې بدلون راولي، ځکه زرګونه افغان کډوال له لسیزو بلوچستان کې مېشت دي.

رپوټونه وايي، پرون د تحریک انصاف ګوند درې مشرانو د بلوچستان نېشنل ګوند له مشرانو سره هم کتلي دي.

جمالدیني ویلي، د لومړي وزیر وینا له هغې هوکړې سره مخالفه ده چې له ټاکنو وروسته د تحریک انصاف او زموږ تر منځ لاسلیک شوه. د هغه په وینا له تحریک انصاف سره لاسلیک شوي لیک کې شپږ ټکي دي چې یو يې د افغان کډوال په پرده کې بېرته استول دي.

بل خوا، د پښتنو قومپالو ګوندونو بیا د لومړي وزیر د وینا ملاتړ او ستاینه کړې ده.



اعلان