پومپیو: په راتلونکې کې د روسیې په پرتله چین موږ ته لوی ګواښ دی

سيمه او نړۍ

پومپیو: په راتلونکې کې د روسیې په پرتله چین موږ ته لوی ګواښ دی

229

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د روسیې په پرتله چین امریکا له پاره خطر او جدي ګواښ بللی.
د ار ټي عربي د راپور له مخې پومپیو د امریکا فاکس نیوز خبري اژانس ته ویلي، موږ باید د روسیې مخه ونیسو او پر وړاندې یې ودریږو، ځکه هغوي زموږ په ټاکنو کې لاسوهنه او له موږ سره دښمني کوي.
نوموړي زیاته کړه، که چېرته راتلونکې ته وګورو د امریکا اقتصاد او د ژوند پرمختګ ته تر ټولو جدي ګواښ چین دی.
د یادونې وړ ده چې د چین او امریکا اړیکې د سوداګریزې جګړې په ترڅ څو میاشتې وړاندې خرابې شوي دي، امریکا غوښتل چې د چین پر تولیداتو مالیه لوړه کړي او په ځواب کې چین هم د امریکا پر تولیداتو مالیه لوړه کړه، له دې امله د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې شوي، ځکه هر یو غواړي چې د نړۍ په اقتصاد یې واک وي.
همدارنګه چین د خپلو تولیداتو د صادرولو له پاره له روسیې او ایران سره موافقې وکړې، سربېره پر دې چین روسیې سره د وسلو په شرکتونو کې هم ونډه لري، د روسیې ولسمشر پوځ ته په وینا کې ویلي و چې روسي ځواکونه نویو وسلو ته اړتیا لري.
تېره ورځ یې ایران سره د ایران د اټومي ودې په اړه هم موافقه کړې ده.
چین د هر هغه هېواد سره اړیکې سمې ساتي چې د امریکا سره یې اړیکې خرابې وي، پاکستان او امریکا اړیکې هم له څو میاشتو راهیسې خرابې شوي دي، چین او د پاکستان اړیکې له مودو راهیسې سمې دي خو اوس یو وار بیا دواړو هېوادونو د اقتصادي او سیاسي پلوه له یو بل سره ژمنې کړي دي.



اعلان