د نړۍ په کچه ډېر معاش ورکوونکي ۱۰ ښارونه

پام وړ

د نړۍ په کچه ډېر معاش ورکوونکي ۱۰ ښارونه

1314

جرمني د ډویچي بانک په تېرو اووه کلونو کې د نړۍ په کچه د ډېر معاش او خپلو کارکوونکو ته د ډېرو اسانتیاو برابرولو د لړلیک په سر کې و، د ډویچې بانک د راپور له مخې په نړۍ کې داسې ښارونه شتون لري چې په نړۍ خپلو کارکوونکو ته ډېر معاش ورکوي، په راپور کې یې لامل د شیانو لوړې بیې او د حکومت له خوا ټیکسونه ښودلي.

د ډیچې بانک راپور د نړۍ هغه لس ښارونه ښودلي چې کارګرانو ته تر ټول لوړ معاش ورکوي او هغه ټول ښارونه یې په کې رانغښتي چې یو کارکوونکی یې په منځنۍ کچه ۲ زره ډالر معاش اخلي، خو په دې ډول د ښارونو شمېر ۲۸ ته رسیږي، دلته یوازې د لړلیک د سر د هغو لسو ښارونو د معاش چې منځنۍ کچه یې ۳ زره امریکایي ډالرو پورې وي یادونه کوو.

زیوریخ: سویټزرلینډ د زیوریخ ښار یو له هغو ښارونو دی چې کارګران یې ډېر معاش لري، نوموړی ښار د ډېر معاش ورکولو له امله په نړۍ کې په لومړۍ درجه ځای لري چې د کارګر د یوې میاشتې معاش یې لږ ترلږه ۵۷۶۴ ډالر دی.

سنفرانسیسکو: امریکا د کلیفورنیا ایالت د سنفرانسیسکو ښار له زیوریخ وروسته په دویمه درجه کې دی چې کارګرانو ته میاشتنی معاش یې شاوخوا ۴۹۷۴ ډالر دی، د امریکا په لویه وچه کې مزدور ته د ډېر معاش ورکوونکی ښار دی، هلته د ژوند لګښت او اړتیاوې پوره کول ستونزمن دي، ځکه چې د هر شي بیې ډېرې لوړې دي.

نیویارک: د ډېر معاش ورکوونکو ښارونو په لړلیک کې د امریکا د نیویارک ښار په دریمه درجه کې ځای لري چې کارګرانو ته د میاشتې په منځني ډول ۴۱۱۵ ډالر معاش ورکوي.

سډني: په څلورم نمبر د استرالیا د سډني ښار دی چې د کارګرانو میاشتنی معاش یې شاوخوا ۳۹۱۴ ډالر دی.

بوسټن: د امریکا بوسټن ښار د دې لړلیک په پنځم نمبر کې دی چې د یو کارګر میاشتنی معاش په منځني ډول ۳۷۴۰ ډالر ته رسیږي.

اوسلو: د ناروي پلازمېنه اوسلو ښار په لړلیک کې په شپږم نمبر کې ځای لري چې د یو کس میاشتنی معاش ۳۶۶۴ ډالر ورکوي.

شیکاګو: امریکا شیکاګو ښار په اووم نمبر کې ځای لري چې په منځني ډول د یو کارګر د میاشتې معاش ۳۶۵۰ ډالر دی.

کوپنهګن: د ډنمارک پلازمېنه کوپنهګن ښار د یو مزدور منځنی معاش لږ ترلږه ۳۴۶۲ ډالر دی، دا ښار په لړلیک کې په اتم نمبر کې ځای لري.

دوبۍ: د متحده عربي اماراتو د دوبۍ ښار په لړلیک کې نهم ځای لري، د یو راپور له مخې په دوبۍ کې یو مزدور ته د میاشتې په منځنۍ کچه ۳۴۴۷ ډالر معاش ورکول کیږي.

فرانکفورټ: د جرمني د فرانکفورټ ښار هم د لسو د ډېر معاش ورکوونکو په لړلیک کې ځای لري، په دې ښار کې د یو مزدرو معاش ۳۳۸۹ ډالر دی.

د سیال او تفریح له پاره کوپنهګن د نړۍ د لوړې بیې ښار بلل شوی، همدارنګه میلان، ویانا او زیوریخ د یو بل پسې د سیلانیانو له پاره ګران بیه ښارونه دي، د سیال له پاره د ترکیې د استنبول ښار تر ټولو ارزانه، مناسب او ښکلی دی.

اوسلو، میلبورن او دوبۍ ښارونو کې د سکرټو بیې ډېرې لوړې دي، خو په سینګاپور، کوپنهګن او اوسلو کې د موټرو بیې ډېرې لوړې دي، ځکه په دې ښارونو کې د ژوند تېرولو او روغتیا ساتلو له پاره سایکل او یا په پښو ګرځېدل اړین بلل کیږي، خو د ایپل شرکت ګرځنده ځيرک مبایلونه په برازیل، یونان او ډنمارک کې لوړې بیې لري.



اعلان