ټرمپ: بوش د تاريخ تر ټولو ستره غلطي وکړه

پام وړ

ټرمپ: بوش د تاريخ تر ټولو ستره غلطي وکړه

1419

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پخواني ولسمشر جورج ډبليو بوش په اړه ويلي، چې نوموړي د تاريخ «تر ټولو ستره غلطي» وکړه، چې د منځني ختيځ په چارو کې يې لاسوهنه وکړه.

د امریکا پخواني ولسمشر «بوش زوی» د همدې لاسوهنو په ترڅ کې پر افغانستان او عراق يرغل هم وکړ.

ولسمشر ټرمپ له امريکايي «هيل ټي وي» چينل سره خبرو کې وويل: «زموږ د هېواد په تاريخ کې تر ټولو ستره غلطي منځني ختيځ ته تلل وو، چې ولسمشر بوش دا کار وکړ».

نوموړي زياته کړه: «پخواني ولسمشر بارک اوباما ښايي په ناسمه توګه امريکايي سرتېري بېرته راويستل، خو زما په اند د هېواد په تاريخ کې له ټولو بده غلطي منځني ختيځ کې لاسوهنه وه».

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې دا د ده په اند تر ټولو ستره غلطي ده؟ ټرمپ وويل: «ځکه موږ په منځني ختيځ کې ۷ تريليونه ډالر خرڅ کړل... ۷ تريليونه او د مليونونو وګړو ژوند، ځکه زه غوره بولم پر دواړو حساب وکړم».

ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د افغانستان جګړه اوسمهال د امريکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه يادېږي. د ولسمشريزو ټاکنو د کمپاين پر مهال ټرمپ ټينګار کاوه چې ډېر ژر به د افغانستان جګړه پای ته ورسوي او خپل سرتېري به له دې هېواده را وباسي.

څه موده مخکې د امريکايي پلاوي او وسله والو طالبانو تر منځ ناستې دا خبره يو ځل بيا توده کړه، اوس وړاندوينې کېږي چې ښايي دواړه لوري ډېر ژر بيا ناسته ولري، چې د سولې په اړه به په کې بحث وشي.



اعلان