روسیه: طالبان د مسکو غونډه کې ګډون له پاره چمتو دي

افغانستان

روسیه: طالبان د مسکو غونډه کې ګډون له پاره چمتو دي

333

روسي چارواکي وايي، افغان طالبان د مسکو په غونډه کې د ګډون له پاره چمتو دي. دغه غونډه د افغانستان په تړاو جوړېږي.

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت یوه ډېپلوماټ ضمیر کابلوف سپوتنیک رسنۍ سره خبرو کې هغه رپوټونه رد کړل چې ګنې طالبانو خپل دریځ بدل کړی دی. طالبانو وړاندې دغه غونډه کې ګډون کاوه، خو دوی تر اوسه راتلونکې غونډه کې د خپل دریځ په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د روانې سپتمبر میاشتې په شپږمه نېټه مسکو کې د افغان سولې په اړه یوه غونډه جوړېده چې روسيې له افغانستان او امریکا څخه هم په کې د ګډون کولو غوښتنه کړې وه، خو دواړو رد کړه.

د غونډې له جوړېدو لږ وړاندې ولسمشر اشرف غني د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف ته ټيليفون وکړ او د غونډې د ځنډېدو غوښتنه يې ترې وکړه چې لاروف ومنله او د غونډې د ځنډېدو اعلان يې وکړ.

پرون د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل مسکو ته تللی و. ویل کېږي چې کرزي له روسي چارواکو سره د غونډې د جوړېدو په تړاو خبرې کړي دي.

امریکا ویلي، په دغه غونډه کې ځکه ګډون نه کوي چې دا له افغان سولې سره مرسته نه کوي.



اعلان