د هایدروجن په واسطه چلېدونکي لومړني اور ګاډي سفر وکړ

پام وړ

د هایدروجن په واسطه چلېدونکي لومړني اور ګاډي سفر وکړ

419

جرمني کې د هایدروجن په واسطه چلېدونکی لومړنی اور ګاډی پرانېستل شو او سفر یې وکړ.
د رسنیو درپوټونو له مخې، اوس یوازې دوه اور ګاډي چلېږي چې۹۶ کیلومتره مزل وهي.
دا اور ګاډی هایدریل نومېږي او د نورو اور ګاډو په څېر کار کوي. اور ګاډي کې داسې سیسټم لګول شوی چې د هایدروجن او اکسیجن د یو ځای کېدو له امله برېښنا جوړېږي او د همدې برېښنا په واسطه اور ګاډی چلېږي.
اور ګاډي کې د هایدروجن یوه ډکه ټانکۍ کولای شي چې درې سوه مساپر تر اته سوه کیلومترو پورې یوسي.
د اور ګاډو جوړوونکي KCAO خصوصي شرکت ویلي، اوس دغه دوه اور ګاډي د ازموینې په ډول چلوو او تر ۲۰۲۱ ز کال پورې به څوارلس نور اور ګاډي جوړ کړو.
په ډیزلو چلېدونکي اور ګاډي چاپېریال سخت چټلوي. تمه ده چې دغه نوي ډول اور ګاډي به د چاپېرل پاک ساتلو کې ډېره مرسته وکړي.



اعلان