افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال د سولې د غونډې په اړه مسکو ته ځي

افغانستان

افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال د سولې د غونډې په اړه مسکو ته ځي

439

افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال به د پنجشنبې په ورځ له یوې ډلې سره مسکو ته د سولې د خبرو اترو له پاره ولاړ شي.
روسیې د انټر فاکس خبري اژانس د راپور له مخې مسکو کې د افغانستان سفارت ویلي، د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال به د پنجشنبې په ورځ مسکو ته د سولې خبرو اترو او مسکو له خوا د سولې په اړه د غونډې د وخت وټاکنې له پاره مسکو ته سفر وکړي.
څه موده وړاندې روسیې طالبانو او ۱۲ هېوادونو ته مسکو کې د افغانستان په اړه د سولې خبرو اترو بلنه ورکړې وه چې د غونډې تیاری او پېل یې د سپتمبر میاشتې په څلورمه نېټه باید شوې وای چې د ولسمشر اشرف غني له خوا وځنډول شوه.
د بهرنیو چارو مرستیال به د غونډې د بیا پېل په اړه د روسیې د چارواکو سره خبرې اترې وکړي.
د یادونې وړ ده چې تېره غونډه کې روسیې امریکا ته د ګډون بلنه ورکړې وه خو امریکا یې غوښتنه ونه منله، د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر غونډه کې ګډون له پاره لیوالتیا ښودلې وه خو د بهرنیو چارو وزارت په غونډه کې ګډون رد کړ او څو ورځې وروسته اشرف غني له روسیې وغوښتل ترڅو غونډه وځنډوي.



اعلان