فرانسوۍ ورځپاڼه: ايران په افغانستان کې «حزب الله ګوند» رامنځته کوي

افغانستان

فرانسوۍ ورځپاڼه: ايران په افغانستان کې «حزب الله ګوند» رامنځته کوي

932

مشهورې فرانسوۍ ورځپاڼې لي فيګارو ادعا کړې، چې افغانستان کې شيعه وګړي کرار کرار د يوې سترې پروژې د جوړولو پر لور روان دي، چې نوم به يې «افغان حزب الله» وي.

کابل کې د دې ورځپاڼې خبريالې مارګو بېن –په دې اړه د خپل راپور په سر کې- له دې پرده پورته کړې، چې تېر جولای کې پلازمېنه کابل کې يوه غونډه شوې، چې د دې پروژې د پيل نکته وه.

په دې غونډه کې د ايران سپاه پاسداران انقلاب يو غړی او د پوهنتون استاذ، يو بل ايرانی وګړی او د ايراني پوهنتون يو افغان محصل له يوه لوري او ۵ تنه غوره شوي افغان ځوانان -چې ځينې په ايران کې په زده کړو بوخت دي او ځينې افغانستان کې- له بل پلوه ناست وو. پر دغو ۵ ځوانانو کې په بېلا بېلو برخو کې د کار کولو او اغېز ښندلو نښې شته، چې ښايي «د اړيکو د محوري نکتو» په توګه کار ورکړي.

راپور وایي، چې له دې ډلې او له نورو ډلګکيو چې ايراني پلاوي ورسره جلا جلا ليدنې کړي، غوښتل شوي چې د دغه ګوند «لومړۍ کړۍ» تشکيل کړي.

خبريالې په دې اړه د يوه عيني شاهد –چې حسن شفري نوم ورته کاروي- له خولې ويلي: «موږ د داسې يوې شيعه پروژې تخم کرو چې له پولو به واوړي، افغان حزب الله».

خبرياله دې ته اشاره کوی چې د دې راټولېدا موخه «د امريکايي، اسراييلي او داعش دښمن –چې د حسن په قول په ټوله نړۍ کې مسلمانان او په ځانګړي دول شيعه مذهبي وژني- د افغانستان او د ګاونډي هېوادونو د شيعه ګانو راپاڅول دي».

سرچينې ويلي چې د حسن له وينا سره سم دا غونډې بيا بيا ترسره شوي او ګڼو امنيتي سرچينو يې پخلی هم کړی دی. له راپور سره سم په غونډو کې پر حاضرو غړو لازمي شوې ده، چې هر تن بايد ۵ تنه نور افغانان پر دې فکره قانع کړي، چې له هغوی څخه هر يو بايد بيا لږ تر لږه دوو نورو تنو ته قناعت ورکړي او همداسې دا لړۍ روانه واوسي.

مارګو په دې اړه د حسن تبصره داسې راخيستې: «اوسمهال کې خبره يوازې دې پورې تړلې، چې موږ خپل افکار له هغو اشخاصو سره شريک کړو، چې په راتلونکې کې به کابل کې ستر ځای ولري، موږ د بنياد تيږه ږدو، چې تمه ده په راتلونکو لږو کلونو کې به يو ستر خوځښت وي، چې پولې به نه مني او پر افکارو به سره راغونډ وي»، دا هر څه به کابل او تهران کې د وصل د نکتو تر منځ د پرلپسې اړيکو او تنظیم له لارې کېږی.

خبريالې دا ادعا هم کړې چې د تېر کال په اوږدو کې ګڼ شمېر اغېز لرونکو ايراني شخصيتونو کابل، هرات، مزار شريف او پنجشېر ته سفرونه کړي دي.

دغو شخصيتونو د جوماتونو له ملا امامانو او ځايي خلکو سره ناستې کړي او هېواد کې يې د بهرنيو ځواکونو د شتون په اړه ورسره خبرې اترې شريکې کړې دي، خلکو ته ويل شوي: «تاسو به بريدونو کې ووژل شئ، ځکه حکومت او امریکايان مو غم کې نه دي، ولې خپل خوځښت نه رامنځته کوئ؟ د لبنان حزب الله ۳۰ کاله وړاندې جوړ شوی، تاسو هم داسې يو ګوند جوړلی شئ».

خبريالې په پای کې افغانستان کې د ايران پراخ نفوذ ته په اشاره ويلي، چې دغه هېواد ان د هغه چا پر وژلو ايسار نه دی، چې پر ضد يې څرګندونې کوي. هغه وايي چې پنځه مياشتې وړاندې په ورته يوه پېښه کې يو چارواکی ووژل شو.



اعلان