هند کې زوم او ناوې ته واده کې پنځه ليټره پټرول ډالۍ شوي

پام وړ

هند کې زوم او ناوې ته واده کې پنځه ليټره پټرول ډالۍ شوي

943

د واده مراسمو کې ناوې او زوم ته د ملګرو له لوري ډالۍ ورکول کېږي، خو د هند په تامل ناډو ایالت کې یوه زوم او ناوې ته عجیبه ډالۍ ورکړل شوې ده.

انډین ایکسپریس په خپل یوه رپوټ کې ویلي، تامل ناډو ایالت کې زوم ته د ملګرو له لوري د پنځه لیټرو پټرولو یوه ډبه ډالۍ کې ورکړل شوې ده چې د ترلاسه کولو پر مهال خاوند او ښځې خوښي ښکاره کړه.

د واده مراسمو ته ورغلو کسانو چې دغه ډالۍ ولیده، نو خندا يې وکړه.

خو د دغې ډالۍ لامل دغه ایالت کې د پټرولو لوړه بیه ده. د هند د نورو ایالتونو په پرتله تامل ناډو ایالت پټرول ډېر ګران دي.

د زوم یوه ملګري ویلي، د پټرولو لوړې بیې ته په کتو يې د پټرولو د ډالۍ کولو پرېکړه کړې وه.



اعلان