ولسمشر غني هند ته تللی

افغانستان

ولسمشر غني هند ته تللی

222

ولسمشر غني نن په يوه ورځني سفر د هند پر لور خوځېدلی دی. ښاغلي غني به په دې سفر کې د هند له لومړي وزير او نورو چارواکو سره پر دوه اړخيزو اړيکو او سياسي او اقتصادي همکاريو خبرې وکړي.

له ولسمشر سره په دې سفر کې د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني او د ولسمشر اقتصادي سلاکار همايون قيومي هم مله دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي رسنيو ته ويلي، چې ولسمشر غني به هندي چارواکو سره پر سوداګرۍ او ترانزېټ، سيمه‌ييزو همکاريو او سيمه کې پر سوله وغږېږي. هغه زياته کړې ده، چې افغانستان کې د ترانسپورتي خدمتونو د تل پاتې کېدا په برخه کې هم د هند پر رول خبرې کېږي، څو له هغو تجربو په افغانستان کې ګټه واخيستل شي، چې هند يې په دې برخه کې لري».

ولسمشر د ورته موخو د ترلاسه کولو لپاره وړاندې هم هند ته سفر کړی و. دغه هېواد د افغان چارواکو په وينا د ښاغلي غني د بهرني سياست په ټاکل شويو پنځو کړيو کې په څلورو کې شامل دی.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان د ملي شورا ودانۍ او هرات کې د سلما بند د جوړېدو لګښتونه هند پرې کړي دي.



اعلان