اردګان: قطر د مشر له خوا الوتکه ماته ډالۍ شوې خو زه یې ترکیې ته ډالۍ کوم

راپورونه

اردګان: قطر د مشر له خوا الوتکه ماته ډالۍ شوې خو زه یې ترکیې ته ډالۍ کوم

1791

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان د قطر له امیر څخه د عصري الوتکې د منلو په اړه د خپلې خبرې دفاع کړې، په داسې حال کې چې د هغه هېواد د اقتصادي ستونزو سره مخ دی.
د ار ټي عربي د راپور له مخې اردګان ویلي، الوتکه یوه ډالۍ ده د پیسو د راکړې ورکړې هېڅ یادونه نه ده شوې او نه په شخصي ډول پيرل شوې.
اردګان زیاته کړه، چې د قطر امیر الوتکه له هغې وروسته د ترکیې دولت ته ورکړه چې هغوی په دې وپوهېدل چې موږ یې د اخیستلو لیوالتیا لرو، د دې الوتکې بیه شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالر ده.
اردګان خبریالانو ته د ازربایجان څخه له راستنېدو وروسته ویلي، زه به د ترکیې په نوم پیسې تر لاسه نه کړم، زه دا ډالۍ ترکیې ته وړاندې کوم، موږ د اسعارو د ارزښت له کمي سره مخ یو او په دې سره به زموږ د اقتصاد یوه برخه ښه شي، الوتکه د ترمیم په حال کې ده کله چې موږ ته ورسیږي زه به یې ترکیې ته وړاندې کړم، دا به زما الوتکه نه وي.
موده مخکې د ترکیې د ټي ار ټي خبري چینل یو رسمي خبر ورکړی و چې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني اردګان ته الوتکه ډالۍ کړې، رسنیو ویلي و چې دا بوینګ ۷۴۷-۸ ډوله الوتکه ده او د اردګان ځینو مخالفینو نیوکې هم پرې کړي دي.
د حریت ورځپاڼې د اردګان د مخالف د خلک جمهوري ګوند د مرستیال له خوا ویلي و، الوتکه په پیسو اخیستل شوې ډالۍ نه ده، ورځپاڼې په وینا الوتکه د ۴۰۰ مسافرو له پاره جوړه شوې، د ځانګړو جوړښتونو له امله د ۷۶ مسافرو وړتیا لري.



اعلان