روسیې د دفاع وزارت: د اسرییلو کړنې ته به مناسب ځواب ووایو

سيمه او نړۍ

روسیې د دفاع وزارت: د اسرییلو کړنې ته به مناسب ځواب ووایو

1123

روسیې د دفاع وزارت ویلي، چې موږ به د اسراییلو لمسوونکو کړنو ته مناسب ځواب ووایو، ځکه چې د هغوي جنګي الوتکو د روسیې چورلکه کشف او د سوریي دفاعي ځواکونو په غلطۍ سره غورځولې ده.
د ار ټي عربي د راپور له مخې د دفاع وزارت ویاند جنرال اګور کونشینکوف ویلي، چې اسراییلي پیلوټانو د روسیې چورلکه تر خپل کنترول لاندې راوسته چې د سوریې ځواکونو له خوا وویشتل شوه، اسراییلي هوایي چلند پیلوټانو د ایف ۱۶ ډوله روسي الوتکې په اړه هېڅ ډول معلومات نه لرل، ځکه چې دا الوتکه د هغوي څخه د ۵ کیلو مترو په لوړوالي کې الوت کولو، خو دا یوه قصدي کړنه ده.
نوموړي زیاته کړې، چې اسراییل د روسیې ځواکونو په اړه په سوریه کې هېڅ ډول معلومات نه لري او نه هغوي له پولې د تېرېدو توان درلود، خو له برید څو دقیقي وړاندې یې خبر ترلاسه کړی و، دا کړنه د بښلو وړ نه ده.
ویاند ویلي، د اسراییلو له خوا دا کړنه له موږ سره د دښمنۍ په مانا ده، ځکه چې هغوي د روسیي ۱۵ پوځیان وژلي، موږ د هغوي روحونو ته درناوی لرو او د غچ اخیستو له پاره به مناسب ځواب ورکړو.



اعلان