عمران خان: د کډوالو په اړه مو پرېکړه نه ده کړې

سيمه او نړۍ

عمران خان: د کډوالو په اړه مو پرېکړه نه ده کړې

708

د پاکستان لومړی وزیر د سه شنبې په ورځ د دغه هېواد پارلمان ته تللی و او هلته يې د نورو تر څنګ دغه هېواد کې د مېشتو کډوالو په اړه خبرې وکړې.

عمران خان پارلمان ته وویل، کډوالو ته د تابعیت ورکولو پرېکړه مو نه ده کړې، د دې په اړه مې خبرې د بحث له پاره پريښي دي. نوموړي د پارلمان غړو ته وویل چې موږ به له ټولو وړاندیزونه واخلو او له پرېکړې کولو وړاندې به له ټولو سره مشوره وکړو.

د سما نیوز د رپوټ له مخې، خان د پارلمان غړي مخاطب کړل او د پوښتنې په ډول يې ورته وویل، دلته چې کوم انسانان اوسېږي، هغوی سره به څه کېږي؟. باید پرېکړه وشي او د ۱۹۵۱ ز کال د قانون پر بنسټ کوم کوچنیان چې دلته زېږي، نو تابعیت يې حق دی.

خان امریکا او نورو هېوادونو ته په اشاره وویل، دغو هېوادونو کې چې هم کوم کوچنیان وزېږي، نو تابعیت يې حق وي.

پاکستاني لومړي وزیر زیاته کړې، د نړیوالو قوانینو پر بنسټ تاسو کډوال په زور نه شئ ویستی، ځکه نو د هغوی له پاره باید پالیسي جوړه شي.

خان کراچۍ کې د کوڅه يي جرمونو په تړاو وویل چې لامل يې همدا کډوال دي، ځکه دوی ته دندې نه ورکول کېږي او کوچنیان يې ښوونځیو ته نه ځي. هغه په ځانګړي ډول کراچۍ کې د مېشتو بنګالي کډوالو په اړه وویل، هغوی نه بېرته تللای شي او نه تابعیت ورکول کېږي.

د پاکستان په لوی ښار کراچۍ کې زرګونه بنګالي کډوال له تېرو پنځه څلوېښت کلونو څخه مېشت دي.

له بنګاليانو پرته د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا درې میلیونه راجستر او غېر راجستر افغان کډوال هم مېشت دي.



اعلان