د سپتمبر له یوولسمې پېښې وروسته د امریکا د جګړې لګښت له باوره لوړ دی

راپورونه

د سپتمبر له یوولسمې پېښې وروسته د امریکا د جګړې لګښت له باوره لوړ دی

482

امریکا د دفاع وزارت پنټاګون په یو راپور کې ویلي، له ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له یوولسمې نېټې د پېښو راهیسې او د جګړې له پېل څخه تر اوسه شاوخوا ۱.۵ تریلیونه ډالر لګښت شوی دی، چې د جرمني په څېر د یو پرمختللي هېواد د پنځو کلونو د بودیجې سره برابر دی.
پنټاګون د راپور له مخې دا لګښت د افغانستان، عراق او سوریه کې په جنګونو شوی دی.
راپور زیاته کړې، اوسني لګښتونه په سوریه او عراق کې د پولادو د هوډ په نوم عملیاتو کې د داعش پر ضد او په افغانستان کې د ازادۍ ساتونکو له پاره ځانګړي شوي دي، همدارنګه د امریکا او کاناډا د داخلي امنیت په سمولو هم پرېمانه لګښت شوی دی.
د عملیاتو لګښت په دې ډول دی:
امریکا د افغانستان په جګړه یې ۱۳۴ میلیارده ډالر، د امریکا داخلي امنیت په سمولو یې ۲۷ میلیارده ډالر، د داعش پر وړاندې يې په عراق او سوریه کې ۲۳ میلیارده ډالر لګښت کړی دی.
دا ټول لګښتونه د تجهیزاتو، روزنې، د پلور او پیر، د وسله والو ځواکونو معاشونه او پر لوجستیکي شیانو شوي دي.
د افغانستان جګړه چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده، ځکه چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې پېل او تر اوسه روانه ده چې د طالبانو د بریدونو کچه ورځ تر بلې ډېریږي.
امریکا د دفاع وزیر جیمز متیس څو ورځې وړاندې طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په اړه خبرې کړې وې، تر څو اوږد مهاله جنګ پای ته ورسوي او د امریکا دیپلوماتیکي هڅې له سختو بریدونو وژغوري.



اعلان