افغان حکومت د عمران خان د وروستيو څرګندونو تود هرکلی کړی

افغانستان

افغان حکومت د عمران خان د وروستيو څرګندونو تود هرکلی کړی

244

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير د افغان کډوالو په اړه د پاکستان د لومړي وزير عمران خان د وروستيو څرګندونو تود هرکلی کړی او څرګنده کړې يې ده، چې د دې تصميم له پلي کېدا سره به پاکستان کې د کډوالو په ژوند کې مثبت بدلونونه رامنځته شي.

سيد حسين عالمي بلخي وويل: «د بانکي حساب لرل، خپله د افغان په نوم د سيم کارتونو رانيول، له يوه څخه بل ايالت ته سفر، ښايي په بېلا بېلو څانګو کې د افغانانو سلګونه مليونه سرمايې د پاکستاني ښاريانو په نوم وي، دا ستونزې به ټولې له دې تصميم سره اوارې شي. د لوړو زده‌کړو خبره هم مطرح ده او زه فکر کوم چې کډوال به لکه د ځايي اوسېدونکو په څېر له ټولو امتيازاتو برخمن شي».

ښاغلي بلخي په دې اړه د عمران خان خبرې له نړيوالو قوانينو سره سمې وبللې، خو زياته يې کړه، چې نه پوهېږي د تابعيت ورکولو دا لړۍ به کله پيل شي.

عمران خان وړمه ورځ کراچۍ کې د يوې غونډې پر مهال وويل، چې د لسګونو کلونو لپاره په يوه هېواد کې اوسېدونکي کډوال حق لري چې د دې هېواد تابعيت ترلاسه کړي، ځکه نو بايد افغان او بنګالي کډوالو ته د پاکستان تابعيت ورکړل شي.

ياده دې وي چې پاکستاني حکومت لا تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ويلي.



اعلان