پاکستان: داسې نښې دي چې د افغان جګړې پای ته رسېدل د خبرو له لارې شوني دي

سيمه او نړۍ

پاکستان: داسې نښې دي چې د افغان جګړې پای ته رسېدل د خبرو له لارې شوني دي

454

پاکستان وایي، داسې نښې نښانې شته چې د افغانستان د اوږدې جګړې پای ته رسېدل د خبرو له لارې شوني دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې د پاکستان استازې ملیحې لودي ویلي، د افغانستان او پاکستان تقدیرونه له یوه بل سره تړلي دي.
جیو نیوز د لودي له خولې لیکلي چې داعش ډله نه یوازې افغانستان او ګاونډیو ته، بلکې ټولې نړۍ ته ګواښ دی.
له وروستیو رپوټونو داسې ښکاري چې د جګړې له شدت سره هممهاله د سولې خبرو هم زور اخیستی دی.
ویل کېږي د طالبانو یو پلاوی اماراتو ته تللی دی. دغه راز، د امریکا د بهرنیو چارو د سلاکار زلمي خلیلزاد په اړه ویل کېږي چې طالبانو سره یې کتلي دي.
وړاندې طالبانو هم له امریکایانو سره د دویم پړاو خبرو د چمتووالی خبر ورکړی و.



اعلان