سرچينه: طالبان راتلونکو ورځو کې له م.م او سره صليب سره ناستې لري

افغانستان

سرچينه: طالبان راتلونکو ورځو کې له م.م او سره صليب سره ناستې لري

611

بي بي سي پښتو څانګې د باوري سرچينو له خولې خبر ورکړی دی، چې د طالبانو استازي به په راتلونکو نږدې ورځو کې له ملګرو ملتونو او سره صليب سره ناستې ولري. بي بي سي خبر ورکړی چې د طالبانو يوې باوري سرچينې ورته ويلي، چې د دې ډلې يو پلاوی تازه د عربي اماراتو پر لور خوځېدلی دی.

سرچينې زياته کړې ده، چې د طالبانو دا پلاوی به د سپتمبر پر ۲۲مه په عربي اماراتو او د همدې مياشتې پر ۲۷مه او ۲۸مه د قطر پلازمېنې کې له اړوند لورو سره خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني څو ورځې وړاندې په يوه ناسته کې وويل، چې د سولې خبرو اترو کې چټکوالی راغلی دی.

سرچينې کابل کې د طالبانو د يوه پخواني چارواکي اکبر اغا له خولې ويلي، چې ښايي د دې پلاوي د خبرو تمرکز د بنديانو پر تبادلې او د ولسي مرګ ژوبلې پر کمولو وي. نوموړي زياته کړې، چې که د بنديانو تبادله بريالۍ شې، نو طالبان به امريکا سره خبرو ته زړه ښه کړي.

بل پلو کابل کې د سره صليب وياندې اندريا او د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له بي بي سي سره خبرې کړي، خو يوه هم د پلاوي د تګ د تاييد يا رد په اړه څه نه دي ويلي.

هېره دې نه وي، چې د رويټرز او ان بي سي په ګډون نورو سرچينو هم په تېرو ورځو کې خبرونه ورکړل، چې طالبان به ډېر ژر له امريکا سره يوه بله ناسته ولري.



اعلان